نړیوال خبرونه

حکومت: د بهرنیانو مرستې ته لا هم اړتیا لرو

حکومت: د بهرنیانو مرستې ته لا هم اړتیا لرو.دولسمشرۍ ماڼۍ وایي، افغانستان لا هم په خپلو پښو نه دی ولاړ  او د بهرنیانو کومک  ته  ضرورت لرو  لري.د ولسمشری ماڼړی مرستیال ویاند دوا خان مینه پال له برسنیو سره په خپله مرکه کې ویلي، چې افغانستان لا هم په خپل ځان متکي نه دی

دوا خان مینه پال ویلي د بهرنیانو کومک ته اړتیا لري؛ ځکه دده په خبره حکومت او ناټو له یوه مشترک دښمن سره لاس او ګریوان دي چې پر وړاندې یې ستراتیژیکه همکاري او مبارزه باید وشي. ورته مهال ناټو سازمان سبا او بل سبا د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو ناسته رابولي، چې په دوران کې به یې په افغانستان او عراق کې د بهرنیو ځواکونو د حضور په اړه هم خبرې وکړي.دويي به د افغانستان عمومي امنیتي ارزونه هم وکړي

fb img 1613565348881
دوا خان مینه پال

د (NATO) سازمان عمومي منشي وایي، افغانستان ته د ترهګرۍ د ځپلو لپاره راغلي وو او تر اړتیا زیات به هلته پاتې نشي؛ مګر په عین حال کې تر وخت وړاندې هم نه وځي.ینس سټولټنبرګ ویره ښودلې، که بهرني پوځیان په بیړه له افغانستانه ووځي، یاد هیواد به یو ځل بیا د بهرنیو «ترهګرو» په ځاله بدل شي او نړیوال امنیت ته به زیان پېښ کړي.

دفاع وزارت هم د (NATO) غونډې ته په تمه دی او هیله لري، چې یاد سازمان به ورسره مرستې دوامداره وساتي.د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي، د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په ناسته کې به د کابل حکومت یو لوړپوړی چارواکی هم په انلاین بڼه ګډون ولري.

ورته وخت طالبانو بیا د امریکایي ولس په ادرس په یوه پرانستي لیک کې ټینګار کړی، چې ټول لوري باید د دوحې په تړون عمل وکړي او کړې ژمنې او مسئولیتونه پوره کړي.سیاسي نونکي بیا د افغانستان داوسني سیاسي حالاتو په اړه خپل نظر لري دويي وايي اوس وخت کې باید تر ټولو اول اوربند باندې سلا وشي اود هغې نه وروسته بیا د سولې حبرې ږ ترزول شي او د اینده په اړه یو قاطع تصمیم ونیول شي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button