نړیوال خبرونه

حکومت: ډېر ژر به تاوتريخووالۍ پاۍ ته ورسیږي

د ولسمشر ماڼي نه خپره شوې اعلامیه کې د طالبانو لخوا اخيري تاوتريخوالی اوحملې په سختو ټکو غندل شوي په اعلامیه کې ویلي دي تاوتريخوالۍ به ډېر ژر ختم شي دوي دوي لیکلي دغه رقم بریدونه به د سولې خبرې سختې ټکنې کړي

د ارګ په خپره شوې اعلامیه کې ویلي «د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابینې په مجلس کې پخپلو مقدماتي خبرو کې پردغې موضوع وویل ځینو نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې او وۍ ویل ،د طالبانو څخه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د بندیانو خلاصون، د طالب بندیانو د تبادلې لپاره د پرمختګ عمده شرایطو څخه دی.» همدا راز جمهور ریس غني د پغمان ولسوالۍ کې دافغانستان د شاعر او لیکوال استاد اسدالله ولوالجي د فامیل پر لېږدونکي موټر تروریستي حمله په سختو ټکو وغندله او وې ویل، استاد ولوالجي سره په ټلیفوني مې تماس کې هغه ته خپل او د افغانستان دولت د همدردۍ او تسلیت مراتب وویل،

ولسمشر غني کرونا ناروغۍ سره په مبارزه کې له منابعو څخه د ناسمې استفادې د احتمال په اړه د ۸ صبح ورځپاڼې د څېړنیز راپور هرکلی وکړ وې ویل، د څېړنیزو راپورونو خپرول زموږ د اصولو، بیان ازادۍ او د دولت د حساب ورکولو عمده برخه ده.د چارو ادارې عمومي ریاست په ګډون مسوولو بنسټونو، بازرس ادارې او د تفتیش عالي ادارې ته دستور ورکوم چې په یوه اونۍ کې، یاد راپور وارزوي او خپلې موندنې د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریکې کړي. ټینګار کوم، حکومت به له هغو کسانو سره چې کرونا ویروس سره د مبارزې له منابعو څخه یې ناسمه استفاده کړې، جدي اقدامات وکړي.

ښاغلي ولسمشر د سوشل ميډیا قانون کې د تعدیل په اړه وویل: « دولت تل د بیان ازادۍ، د هغه پیاوړي کولو او د رسنیو ازادو فعالیتونو ملاتړ ته ژمن دی او له نیکه مرغه زموږ په هیواد کې هېڅوک د بیان ازادۍ څخه د سرغړونې په جرم بندي نه دی.» پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته لارښوونه کوم چې د ټولیزو رسنیو قانون کې د تعدیل وړاندیز شوې طرحه بېرته له پارلمان څخه راوګرځوي، ترڅو یاده طرحه د جمهوررئیس دویم مرستیال تر نظر لاندې د هیواد د رسنیو ټولنې سره په مشوره لا ډېره دقیقه شي.

د هیواد جمهوررئیس افغانستان سره داي ایم ایف دکومک په اړه وویل، دهېواد لپاره د دې بنسټ مرستې د پروژو د لګښت لپاره نه دي، بلکې د افغانستان د بودجې د ثبات لپاره دي. دغه مقدار پیسې احتیاطي او بلاعوضه دي او هغه مهال چې د افغانستان دولت مالي ستونزو سره مخ کېږي، دغه مرستې به په احتیاطي پیسو کې موجودې وي.همدا رازولسمشرټينګاروکړ چې اوسمهال د افغانستان حکومت په بدو عایداتي شرایطو کې نه دی او د هیواد دعوایدو مدیریت په سم ډول روان دی.

اوس وخت ددې رارسېدلۍ دۍ چې دولت او نور سیاسي چارواکې باید د هېواد ابادۍ لپاره ژمن شي او د ريښتينې سولې لپاره کار وکړي بلخوا طالبان هم باید د امریکا سره د سولې د تړون ته ژمن شي او کړې ژمنې عملي کړي که دغه ډله خپلې وعدې په سمه توګه عملي نه کړي نو دا به د هېواد د بزبادۍ سبب وګرزي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button