نړیوال خبرونه

حیات الله حیات په کوم ډول دوسیه کې ښکېل وو؟

حیات الله حیات په کوم ډول دوسیه کې ښکېل دی؟ اداري‌فساد په تور له دندې لیري شوی د کندهار مښکینی والي ښاغلی ‌حیات الله حیات دوسیه څارنوالی اوولسمشر ته ورسېده. نوموړی په همدې تور له دندې هم ګواښه شوی وو.

د‌څارنوالۍ ادارې نه یوې سرچینې رسنیو ته وویل چې پر ښاغلي حیات الله د کندهار له ګمرک نه د پیسو د غلا او د کرونا ویروس په فنډ کې د زیات فساد تورونه پوري‌شوي‌دي.‌او نوموړی د همدې امله له دندې هم ګواښه شوی.د ولسمشری ماڼړی څخه یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې حیات الله حیات چې په ارګ کې د حمدالله محب له ډلې شمېرل کېده اوس داسي‌یوه حلات ته رسېدلی چې د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب یې تلیفون نه جګوي.‌

دوی زیاتوي چې د حیات الله حیات د فساد دوسیه پخپله تر ولسمشره رسېدلې او په لمړي‌سر کې حمدالله محب د بچ کولو هڅه وکړه خو په ارګ کې د محب مخالف ټیم توانېدلی دی چې حیات الله حیات څارنوالي‌ته وسپاري.د ښاغلي حیات الله حیات کورنۍ په بریتانیا کې ژوند کوي‌او تر ډېره بریده یې اقتصادي‌حالت ځواکمن دی؛ خو پر ښاغلي‌حیات تورپوري‌شوی دی چې بې کچې زیات فساد یې کړی دی.‌اداري‌فساد چې اوس تر بل هر وخت په افغانستان کې تر بل هروخت زیات شوی؛

img 20210225 105337

خو بیا هم په دې وروستیو کې د غني‌حکومت هڅه پیل کړې چې نړۍ واله ټولنه په دې قانع کړي‌چې ګواکې افغان حکومت د اداري‌فساد خلاف مبارزه کې ګړندی روان دی.‌اوسمهال په هیواد کې صرف اداري فساد نه دی بلکه دافغانستان ډېری چارواکي‌د اداري‌فساد سره سره په اخلاقي‌فساد هم تورن بلل کېږي‌چې تازه یې د یوه والي‌دوسیه ارګ ته رسېدلې او د غني‌لخوا یې د لرې کېدو غږ اوچت شوی دی.‌

دغه والي په اخلاقي‌فساد کې ښکېل یاد شوی؛ او د ارګ سرچینو تېره ورځ‌ یوې رسنی ته ویلي وو چې والي‌ته اشرف غني‌سخت غوصه دی او ښايي‌ډېر ژر یې پر ځای یوه ښځه والۍ مقرره کړي.یاده دې وي چې د دې نه وړاندې هم د عامې روغتیا او مالیې وزیران هم د مختلفو تورونو له امله له دندې ګواښه شوي وو.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button