هنر او ادب

خصوصي پوهنتونونو ته د طالبانو نوی امر

تازه طالبانو خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې د ‘حنفي فقهې خلاف’ کتابونه راټول کړي

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې له خپلو کتابتونونو هغه کتابونه راټول او لرې کړي چې د حنفي فقهی خلاف دي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته په یو لیک کې له دغو ښوونیزو موسسو غوښتي چې له خپلو کتابتونونو څخه د «حنفي فقهې خلاف کتابونه» راټول کړي.

نور ولولئ: افغان زدهکوونکي: نوی ډیلی دې زموږ ویزې تمدید او سکالرشیپونه دې راته پیل کړي

په دغه مکتوب کې چې د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په ۲۳ مه نېټه صادر شوی، راغلي دي: “د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رياست له لوري تاسو ته لارښوونه کېږي چې په ټولو خصوصي تحصيلي موسسو کې کتابتونونه تصفيه کړئ. ټول د حنفي فقهې خلاف کتابونه، سیاسي او هغه کتابونه چې عقیدوي ستونزې رامنځته کوي له کتابتونونو څخه لیرې کړئ او د سیرت نبي ښه کتابونه ځای پر ځای کړئ.”

په دې مکتوب کې نور څه راغلي؟

په مکتوب کې راغلي چې د خصوصي پوهنتونونو په کتابتونونو کې د نویو کتابونو له ځای پر ځای کولو مخکې باید د نویو کتابونو لست د لوړو زده کړو له وزارت سره شریک شي.

امریکا غږ د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له چارواکو سره تماس نیولی او د «حنفي فقې خلاف» کتابونو په اړه یې نور وضاحت غوښتی، خو د دې وزارت چارواکو د دې خبر تر خپرېدو پورې په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي.

په هرصورت، د جعفري فقهې کتابونه او اثار د افغانستان په کتابتونونو او کتاب پلورنځیو کې په پراخه کچه، په ځانګړې توګه ددې هیواد په شیعه سیمو کې شتون لري.

په افغانستان کې اقلیتونه

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په افغانستان کې د اقلیتونو د وضعیت په ګډون د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

نور ولولئ: له ښوونځو د افغان نجونو راګرځول؛ اوس یې مدرسو ته مخه کړې ده

اوتنبایووا د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نړیوال کنوانسیون مهم عناصر تر پښو لاندې کیږي. هغې په افغانستان کې “د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض، د سیاسي مخالفینو ځپل او د بیان ازادي، د اقلیتونو د بامفهمه استازیتوب نه شتون، له قضايي بهیر بهر وژنې، نیول او جبري توقیف، شکنجه او ناوړه چلند” له بشري حقونو څخه د سرغړونو په توګه یاد کړل.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button