نړیوال خبرونه

خلیلزاد، مذاکراتي ټيمونه دې دمه جوړه او بیرته خبرې سره پیل کړي

 خلیلزاد، مذاکراتي ټيمونه دې دمه جوړه او بیرته خبرې سره پیل کړي دافغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد وایي، د افغان سولې مذاکراتي ټيمونه دې دمه جوړه او بېرته دې په ټاکلې نېټه خبرې ترسره کړي.

زلمی خلیازاد په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د مذاکراتو دواړه لوري په شل ورځنۍ رخصتۍ تللي دي او تمه ده چې په ټاکلې نېټه بېرته مذاکرات له سره پيل کړي.هغه دغه راز پر روان تاوتریخوالي هم اندېښنه ښودلې ده او زیاتوي چې تاوتریخوالی باید کم شي او د مذاکراتو په بېرته پیلولو کې دې هېڅ راز ځنډ نه راوستل کېږي.خلیلزاد داسې مهال دغه څرګندونې کوې چې تر دې وړاندې افغان حکومت په افغانستان کې د مذاکراتو د پاتې پړاوونو د مخ ته بېولو غوښتنه کړې وه،

هغه څه چې ښايي طالبان یې ونه مني.د مذاکراتو ځنډ عام افغانان اندېښمن کړي او په تېرو خبرو کې د مذاکراتي پلاويو سستیو په دې بې باوره کړي چې په ټاکلې نېټه دې بیا خبرې شروع کړل شي.بلخوا بیا په هېواد كې جګړې زور اخیستی، هره ورځ لسګونه سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

د مذاکراتي پلاوود شل ورځنۍ رخصتۍ په غبرګون کې افغانانو ویلي وو، چې که یوه ورځ هم د جګړې اور نه وي، د لسګونه افغانانو سر به ساتل شوی وي، وینه به نه توېږي، عامه تاسیسات به نه نړېږي او حداقل افغانان چې یوه ورځ هم ارام ژوند وکړي، غنیمت دی.

خلیلزاد، مذاکراتي ټيمونه دې دمه جوړه او بیرته خبرې سره پیل کړي
خلیلزاد، مذاکراتي ټيمونه دې دمه جوړه او بیرته خبرې سره پیل کړي

سییسون په دې اړه وايي چې که دواړه لورې غواړي یو پایداره سوله راولي باید د قرباني ورکړي.دویي باید شخصي ګټې شاته واچی او سولې ته لومړیتوب ورکړي. دويي باید د واک ویش او اینده چوکاټ باندې وروسته له اوربنده تفصیلي خبرې وکړي تر څو د دواړو لوریو تر منځ د باور فضا زیاته شي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button