نړیوال خبرونه

خلیلزادد افغان سولې په اړه ایران سره خبرې کوي

خلیلزاد د افغان سولې په اړه ایران سره خبرې کوي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د امریکا دولت په غوښتنه له ایراني چارواکو سره د افغان د سولې مزاکراتو لپاره بحث کوي. ویل کیږي چې نوموړي ته د امریکا لخوا دا وظیفه ورکړل شوې چې ایران سره مزاکرات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د امریکا او ایران دولتونو تر مابین ناندرۍ او سیاسي کړکېچ اوج ته اوچت شوۍ. امریکا پر ایران له پخوا څو برابره بندیزونه ولګول او د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي کړکېچ د ایران د اټومي پروګرام له کبله رابر سېره شوۍ. ښاغلي خلیلزاد تازه خبروکې ویلي چې د ایران له حکومت پرته د سیمې او نړۍ ګڼو هېوادونو د افغان سولې له بهیر ملاتړ وکړ.

د متحده ایالاتو دولت اقدام کړی چې د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد له ایران سره د افغان سولې پر سر خبرو لپاره بحث ته واستوي او د افغان سولې پروسې لپاره د ایران دریځ معلوم کړي، خو ایران تر دې وړاندې هم ویلي وو چې له افغان سولې ملاتړ کوي. د یادونې وړ ده چې زملی خلیلزاد د افغان سولې بهیر د ملاتړ لپاره کله هم د ایران هېواد ته ندۍ تلی.

د ایران او امریکا دولتونو تر منځ کړکېچ دومره زیات شوی چې وخت نا وخت یو بل ته سپکې سپورې کوي او پر یو بل تورونه اچوي. دوي حتۍ دې ته رسېدلي دي چې یو بل باندې پابندي هم لګولې ده. دغه هېوادونو د یوبل سره تجارتي اړیکې هم خرابې کړي دي او یو بل تر منځ تجارت نه کوي. او یو بل ته ځوابونه هم په سختو الفاظو کې ورکوي.

خلیلزاد د افغان سولې په اړه ایران سره خبرې کوي
خلیلزاد د افغان سولې په اړه ایران سره خبرې کوي

ایرانيدولت وړاندې ویلي وو چې امریکا افغانستان او نړۍ کې د جګړې او کړکېچ لامل دی او د افغانستان په جګړه کې یې ماته خوړلې، بل لور بیا څو ورځې وړاندې د امریکا ایران تورن کړ چې په سیمه کې ترهګرې ډلې روزي، تمویلوي یې او ملاتړ یې کوي.تر دې وړاندې هم ایران بار بار په سیمه کې د ترهګرو پر تمویل او ملاتړ باندې تورن شوې ده.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button