نړیوال خبرونه

خلیلزاد:روان تاوتریخوالی به دسولې بهیر ته زیان ورسوي

خلیلزاد:روان تاوتریخوالی به دسولې بهیر ته زیان ورسوي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزادوایي، هدفي وژنې د سولې بهیر ګواښي او باید ودرول شي.نوموړي د خبره د يو ټویټ په کولو سره کړې.

زلمی خلیلزاد پر خپل ټویټر د شفافو او عادله ټاکنو د رییس یوسف رشید، د ښځو د حقونو د فعالې فرشته کوهستاني او د پلچرخي زندان د ډاکټرانو وژل کېدو ته په اشارې ویلي، چې دا ډول بریدونه «ترهګریز دي او له امله یې د سولې بهیر ګواښل کېږي، چې باید ودرول شي.خلیلزاد مدني او د بشري حقونو فعالان د ټولنو اړتیا بللې او په خبره یې، که دا ډول خلک نه وي په ټولنه کې به د حقونو لپاره د مبارزې سرلارې پیدا نشي.

نوموړي د ټارګټ کلنګ د بندېدو د غږ تر څنګ اوربند او سیاسي جوړجاړي ته رسېدل بېړني بللي او پر مذاکراتي ټیمونو يې غږ کړی، چې ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي «دا هدفي وژنې او قتلونه باید بند شي. دا د سولې بهیر ګواښوي. افغانان سوله غواړي. اوربند او سیاسي جوړجاړی بیړني دي. زه له مذاکره کونکو ډلو غواړم چې خپلې هڅې دوچنده کړي. موږ مرسته کولو ته چمتو یو.

د خلیلزاد له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په پلازمېنه کابل او نورو  ولایتونو کې هدفي وژنو زورا خیستی او په تېرو څلوېښتو ورځو کې تر شپږو ډېر خبریالان او د مدني حقونو فعالان وژل شوي دي.هېره دې نه وي چې په وروستیو دوو ورځو کې د شفافو او عادلانه ټاکنو د بنسټ رییس «یوسف رشید» او کاپيسا کې د ښځو د حقونو فعاله «فرشته هوکستانۍ» ووژل شول؛ خو مسئولیت يې چا په غاړه وانخيست

خلیلزاد:روان تاوتریخوالی به دسولې بهیر ته زیان ورسوي
خلیلزاد:روان تاوتریخوالی به دسولې بهیر ته زیان ورسوي

ټارګټ کلنګ او دغه مرموزې وژنې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو ټيمونو د اجنډا د موضوعاتو په اړه د لا مشورو په موخه درې اوونۍ وقفه اخیستې او توافق یې کړی چې د نوي کال د جنوري میاشتې پر پنځمه به مذاکرات له سره پيلوي.او پر جزیاتو به غږیږي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button