نړیوال خبرونه

خلیلزاد: افغان مشران باید افغانستان ته اولیت ورکړي

د سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد دې ته په اشاره، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د افغانستان لپاره یو تاریخي فرصت برابروي، ویلي متحده ایالتونه او متحدین یې، په حقیقت کې نړیواله ټولنه، پر افغان ليډرانو غږ کوي چې خپل هېواد او خلکو ته اولیت ورکړي. ښاغلي خلیلزاد په ځینو ټوېټونو کې د ناټو د هغې خبرپاڼې هرکلی کړی چې له طالبانو یې د تاوتریخوالي او د افغان سیاسي ليډران ترمنځ د کړکېچ پای ته رسېدل غوښتي

هغهوايي، “د ناټو د ننۍ اعلاميې هرکلی کوم چې پر راتلونکو کلیدي اقداماتو تمرکز لري او د متحدینو په باور، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره اړین دي. د خلیلزاد په وینا، د بندیانو د خوشي کولو بهیر باید چټک کړل شي. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، د امریکا – طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته د افغانستان دولت تر اوسه په ۱۸ ولایتونو کې ۵۵۰ طالب.

دغې شورا دا هم ویلي، چې دا بندیان د هغوی عمر، بدني وضعیت او د بند مودې ته په پام سره خوشي شوي. ښاغلي خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سیاستوالو ترمنځ د سیاسي شخړې د حل غوښتنه کړې، چې د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجراییه مشر عبد الله عبد الله جلا جلا د لوړې مراسم جوړ کړل چې د دواړو ترمنځ سیاسي کړکېچ لا پسې ډېر شو.

وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني جهادي مشر عبد رب الرسول سیاف د دوی ترمنځ منځګړتوب وکړ، چې چندانې ښه پایله یې ور نه کړه او دا سیاسي لانجه لاهم ناحل پاتې ده.

وړمه ورځ افغانستان ته د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لاینز خپل لومړنی پیغام د روژې په مناسبت خپور کړ او په دغه هېواد کې یې د اوربند غوښتنه کړې. په ورته مهال د ناټو سازمان ویلي، افغانان باید د سولې له فرصته ګټه واخلي.

ناټو سازمان له افغان سیاسي مشرتابه او د دوی له پلویانو د یوه ټولشموله حکومت لپاره د اختلافاتو لېرې کولو غوښته کړې او دغه راز یې له طالبانو غوښتي چې د دغه سازمان په وینا د هغه تاوتریخوالي کچه ټیټه کړي، چې د منلو وړ نه دی او له ځنډ پرته خبرو کې برخه واخلي.

د ناټو په یوه اعلامیه کې ویل شوي، کوویډ- ۱۹ ناروغۍ دې چارې ته اړتیا نوره هم ډېره کړې. ناټو ویلي، دواړې ښکېلې غاړې هڅوي چې د بندیانو په خوشي کولو خپل ښه نیت وښيي.

ناټو او امریکا داسې مهال د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې چې په تېرو څو ورځو کې طالبانو په ټول افغانستان کې خپل بریدونه ډېر کړي چې لسګونه افغان امنیتي سرتېري پکې وژل شوي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، په اوسط ډول طالبان هره ورځ شاوخوا لس بریدنه کوي.

پر افغان دولتي ځواکونو د طالبانو د بریدونو د ډېرېدو په درشل کې، دغې ډلې ویلي، له امریکا سره د سولې لاسلیک شوې هوکړه کې د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې د درېدو یا جګړې درولو په اړه هېڅ خبره نه ده شوې.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button