نړیوال خبرونه

خلیلزاد: د اشرف غني تېښته د حکومت د سقوط لامل شو

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي‌ دي چې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني تیښتي په هغه هیواد کې په سوله ایز ډول د واک لیږد مختل کړ.

ښاغلي خلیلزاد پر افغانستان د طالبانو د ډلې واکمنیدو ته په اشارې د بریټانیا فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي‌ دي چې” افغانان په افغانستان کې د رامنځ ته شوي وضعیت عاملین دي.”خلیلزاد په دې مرکه کې همدارنګه ویلي دي له دې چې افغان لوري مذاکرې ته حاضر نشول

او یو لوري د “افغانستان حکومت” سقوط وکړ، امریکا او د امریکا د خاص استازي په توګه د هغه مسولیت ندی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه خاص استازي د افغانستان د حکومت د سقوط ملامتي پر محمد اشرف غني واچوله او ویې ویل، د غني تیښته ددې لامل شوه

inbound4571312024846962470

چې د واک د لیږد طرحه او کابل ته د طالبانو د نه داخلیدو بهیر له ناکامۍ سره مخ شي.خلیلزاد د فایننشل ټایمز په مرکه کې ویلي دي د هغې طرحې له مخې چې د طالبانو لاس ته د کابل له لویدو مخکې پرې توافق شوی وو،

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د راتلونکې حکومت په اړه تر یوه توافق پورې، محمد اشرف غني د افغانستان د جمهور رئیس په توګه په خپله دنده پاتې شوی وای.نو داسې طرحې سره دا یو څه هم نه خرابېدل.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button