Uncategorized

خلیلزاد د ترکیې په شمول د سیمې هیوادونو ته سفر پیل کړ

خلیلزاد د ترکیې په شمول د سیمې هیوادونو ته سفر پیل کړ. دافغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد د افغان سولې د کږششږنږ په لړ کې ترکیې او سیمې ته تازه سفر پیل کړی دی.وموړی به تر ټولو لومړی ترکیې هېواد ته زي.

د متحده ایالاتو له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلی زلمی خلیلزاد به د خپل سفر په لړ کې د افغان سولې او په افغانستان کې د ستونزو حل کولو لپاره د روانو هڅو د چټکتیا هڅه وکړي او دواړه لوري به تشویق کړي تر څو د سولې مذاکرات تیز کړي،خبرپاڼه زیاتوي چې خلیلزاد به دواړه خواو د سولې داسې مذاکراتو چې په اوربند او عادلانه سوله پای ته رسېږي؛ تشویق کړي.

ترکیې ته د زلمي خلیلزاد سفر  داسې  وخت دی، چې تمه ده راتلونکې میلادي میاشت د یاد هیواد په استانبول ښار کې د افغان سولې په تړاو ناسته راوبلل شي.یاده غونډه چې د امریکا په وړاندیز او د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ جوړېږي، د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ د سیمې یو شمېر هیوادونه هم پکې برخه اخلي.

khalilzad today 1

د ملي امنیت شورا سلاکار یوې خبري ناستې ته وویل، چې حکومت په دې ناسته کې ګډون کوي او طالبان که د هرې کچې استازي دې ناستې ته ولېږي، حکومت به هم په ورته کچه پلاوی ترکیې ته ولېږي.هغه ویلي د طالبانو د پلاوي په کچه به دوی ترکی ته پلاوی ولېږدوي.

ورته وخت د دوحې تړون پر بنسټ د امریکایي عسکرو د ایستلو او یا هم د یاد هیواد د پوځي حضور د دوام په برخه کې د امریکا مبهم دریځ د سولې خبرې له ستونزو سره مخ کړې دي.باید یاده کړو چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي وو چې د ټولو عسکر ویستل به می میاشت کې ستنزمن وي

لیلا حبيبي

لیلا حبيبي یوه د روغتيا او زده‌کړې خبریاله ده چې د طبي پرمختګونو، د ښوونځیو د اصلاحاتو او د عامه هوساینې د نوښتونو په اړه لیکنې کوي. د هغې کار د ټولنې د روغ ژوند او تعلیمي ودې په ترویج تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button