ستاسې اند او نظر

خلیلزاد د پاکستان پوځ ناکام بولي او وايي، هېواد یې تباهۍ ته روان کړی

اړوند خبرونه:

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی

توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه د پاکستان وروستیو نا امنیو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې د پاکستان پوځ له ناکامۍ سره مخ دی.

خلیلزاد زیاته کړې د پاکستاني پوځ ناکامي د دې لامل شوې چې، دوی خپل هېواد د تباهۍ په لور روان کړي.

خلیلزاد اندېښنه ښودلې، چې د پاکستان هېواد له جدي ناورین سره مخ دی او که حکومت بدلون رامنځته نه کړي؛ نو له بدو پایلو سره به مخ شي.

نوموړي پاکستاني حکومت او پوځ ته خبرداری ورکړی، چې په هېواد کې یې د کړکېچ د مخنيوي لپاره ورسره وخت بېخي کم دی او باید سملاسي لاس په کار شي.

خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق پرون شنبه کابل ته راغلی دی.

نوموړي د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د لیدنې پرمهال افغانستان کې امنیت د پاکستان او سیمې په ګټه بللی او ژمنه یې کړې چې د سوداګرۍ او ترانزیټ سربېره به افغانانو ته د ویزې ورکړې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

همدار راز دې کتنه کې دواړو لوریو د مسایلو د حل په موخه د ګډو ناستو او د هیئتونو په تګ راتګ هم ټینګار کړی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button