افغانستان

خلیلزاد وايي، له جګړې راوتلو طالبانو ته توصیه سم اقدام نه دی

افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ وروستي پرېکړه لیک ته سخت غبرګون ښودلی.

خلیلزاد پوښتنه کړې، د عدالت او حقونو همدغه مدعي هېوادونه چې پرېکړه لیک کې موافقه رایه کارولې، د بشري حقونو د ساتنې څومره عالي سابقه لرلې ده؟

خلیلزاد وايي، هېوادونه داسې افغانستان ته د بشري حقونو د رعایت توصیې کوي، چې له ۴۰ کلنې جګړې راوتلی؛ فقر سره مبارزه کوي او ګاونډیان یې سلګونه زره کډوال ورلېږي.

خو د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پرېکړه لیک له طالبانو هغه غوښتنې کړې دي، چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکا له طالبانو د دوحې په قرارداد کې کړې دي.

دا پرېکړه لیک د ۱۱۶ هېوادونو په موافقو رایو تصویب شوی او پکې افغانستان کې پر بشري حقونو د ټینګار ترڅنګ له طالبانو ټولګډونی حکومت او ترهګرۍ او نشه يي موادو سره پر اغېزناکې مبارزې ټینګار شوی دی.

امریکا او اسراییل د دغه پرېکړه لیک مخالف وو، خو د روسیې او چین په ګډون ۱۲ هېوادونو بې طرفي ښودلې ده.

امریکايي ډيپلوماټ اشاره کړې، چې افغانستان د نړیوالو تر بندیزونو لاندې دی، خو د پرېکړه لیک ملاتړو هېوادونو د یادو موخه په ترلاسه کولو کې طالبانو سره هېڅ پلان نه دی شریک کړی.

خلیلزاد وايي، دا نامعقول او شرمناک اقدام دی.

له دې سره سره زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتنه کړې، چې افغان ښځو او نجونو سره ښه چلند وکړي او ټينګار یې کړی، چې افغان نجونې باید زده کړو او کار ته لاسرسی ولري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button