نړیوال خبرونه

خلیلزاد: وخت رارسېدلۍ چې جګړه پاۍ ته ورسیږي

خلیلزاد: وخت رارسېدلۍ چې جګړه پاۍ ته ورسیږي بعد له هغه نه طالبانو او افغان حکومت د خپلمنځي مذاکراتو پيلېدو او قطر یې کوربتوب ته خپل چمتووالی اعلان کړ. او ویل کيږي چې  سبا به مزاکرات پیل شي

د افغانستان د سولې لپا ره د امریکااستازی خلیلزاد په دې اړه ویلي ، د سولې لپاره یو تاریخي فرصت رامنځته شوی، چې کولای شي د افغانستان جګړه پای ومومي پرون طالبانو د سیاسي دفتر اعلان وکړ، چې خپلمنّځي  مذاکرات به د شنبې په ورځ په دوحه کې پيل شي او طالبان چمتو دي په یادو مذاکراتو کې برخه واخلي.خلیلزاد په همدې اړه ټویټر لیکلي، چې د سولې لپاره اوسنی رامنځته شوی فرصت «تاریخي» دی او کولای شي هغه څلوېښت کلنه جګړه چې نظامي حل نه لري او ګڼ افغانان یې ووژل، نور بس کړي او له منځه لاړه شي.

ښاغلي خلیلزاد وړاندې زیاته کړې، چې د سولې لاره اوږده او ستونزمنه وه، لاسته راوړنې پکې اسانه نه وې او اوس د افغان مشرانو مسئولیت دی چې له شته فرصت ښه ګټه واخلي او جګړه پای ته ورسوي او یو داسې مېکانېزم له لارې مخې ته لاړ شي چې دواړه لوریو او ولس حق پکې خوندي وي. نو بنا اوس باید فرصت په سمه تو ګه استفاده کړي.

نوموړي ددې تر څنګ د «روغې جوړې» په کولو ټینګار وکړ او په خبره یې، د قدرت یو بعدي کول او په زور د یوې مفکورې تحمیلول، جګړې او د بهرنیو هیوادونو لاسوهنې ته لار برابروي نو اوس باید د بل هر څه نه زیات سولې ته لومړیتوب ورکړل شي. او افغانستان کې دایمي سولې لپاره دایمي کار وشي.اومونږ او تاسو ټول د یو باثباته سولې شاهدان اووسېږو.

دا هم باید یاده کړو چې د بهرنیو چارو وزیر پمپیو  چې د خپلمنځي  مذاکراتو د پیلېدو په ناسته کې د ګډون په موخه دوحې ته سغر کوي ، د یادو مذاکراتو له پیلېدو هرکلی کړی او د روغې جوړې په کولو يې ټینګار کړی. د امریکا ولسمشر هم د افغانانو د خبرو پیلېدل د خپل دولت د ډيپلوماتيکو هڅو زیږنده بولي او په خبره یې، دا دده د ادارې هڅې وې چې بیلابېل افغان جهتونه د سولې خبرو ته چمتو کړل.

خلیلزاد: وخت رارسېدلۍ چې جګړه پاۍ ته ورسیږي
خلیلزاد: وخت رارسېدلۍ چې جګړه پاۍ ته ورسیږي

د هغه له قوله، افغانستان کې ډېر پر مختګ رامنځته شوی او امریکا به ډېر ژر  په دې هیواد کې د خپلو عسکرو شمېر څلور زره ته راکم کړي.دا همباید یاده کړو چې طالبان او حکومتي پلاوي مزاکراتو پېلېدو ته چمتووالی خودلۍ او طالب پلاوي څو ورځې وړاندې دوحه کې موجود دی او افغان پلاوي نن د غرمې مخکې کابل هوايي ډګر ته رارسېدلي دي او ښايي نن دوخې ته سفر وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button