خلیلزاد ویلي چې د افغانستان د حل موضوع د افغانانو په عمومي هوکړې پورې تړلې ده
دغه ډیپلوماټ ویلي، د افغانستان مسئله تر اوسه هم ناحله پاتې ده او افغانان باید د حل لار ورته ومومي
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د افغانستان مسئله تر هغې نه حل کېږي، تر څو چې افغانان یوې هوکړې ته سره ونه رسېږي. خلیلزاد وايي، تر څو چې ټول افغانان یوې هوکړې او تفاهم ته ونه رسېږي، د دغه هېواد مسئله نیمګړې ده.
په یوه ویډیو کې چې پرون خپره شوې، خلیلزاد له اوسني وضعیت نارضایتي ښيي خو تېر حکومت هم ملامتوي.
هغه وویل: “زما هڅه دا وه چې د یو بریالي، ازاد او سوکاله افغانستان لپاره د طالبانو او نورو افغانانو تر منځ موافقه وشي. له بده مرغه له بېلابېلو خواوو تېروتنې وشوې، خو ستونزه نه ده حل شوې، تر څو چې ټول افغانان یوه عمومي توافق ته ونه رسېږي. یو ازاد، سوکاله او پرمختللی افغانستان تر لاسه نه شي، دا کار نیمګړی دی.”
زلمی خلیلزاد بخښنه نه غواړي
زلمي خلیلزاد د لندن په هیترو هوايي ډګر کې د بشري حقونو له فعالې حوریي مصدق سره په خبرو کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو په اړه خواشیني څرګنده کړه، خو کله چې ترې وپوښتل شول چې آیا په دې اړه بخښنه غواړي، هغه منفي ځواب ورکړ.
نور ولولئ: د ۳ امریکایانو وژل کېدل او ۳۵ نور ټپیانېدل؛ خلیلزاد د ایران پر وړاندې د غبرګون غوښتنه وکړه
نور ولولئ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اسرائیلو ته ورسېده
اغلې مصدق تېره شپه ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې وویل: “هغه څه چې ښاغلي خلیلزاد وکړل، د مذاکراتو په ټوله پروسه کې یو اړخیز کار وکړ. هغه د طالبانو د ډلې په ګټه او د امریکا د متحدو ایالتونو د نورو چارواکو په تېر باسلو سره مخته ولاړ. د خلیلزاد په وساطت او د ښاغلي ټرمپ په اداره کې نورو چارواکو د افغانستان تېر حکومت اړ کړ چې تر لسو زرو ډېر طالبان خوشې کړي، هغه کسان چې ډېری یې د تروریستي بریدونو په ګډون په مرګوني تاوتریخوالي تورن او په جنګي جرمونو محکوم شوي وو.”
حوریي مصدق دا هم ویلي، پرون کله چې د اتریش له پلازمېنې ویانا څخه د لندن هوايي ډګر ته ورسېده، له زلمي خلیلزاد سره مخامخ شوه.
د سولې لومړی اقدام زلمي خلیلزاد وکړ او د افغان لوري په نشتون کې یې له ملا برادر سره هوکړه وکړه
له اوږدو خبرو اترو وروسته، د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه، د خلیلزاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د هغه مهال د مشر ملا عبدالغني برادر تر منځ د “افغانستان د سولې د راوستو تړون” په نوم یو سند لاسلیک شو.
تېره چهارشنبه مې لومړۍ نېټه خلیلزاد د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې د تړلو دروازو ترشا په غونډه کې ګډون وکړ او له افغانستانه یې د امریکایي ځواکونو د ایستلو د پلان ملاتړ وکړ.
خلیلزاد په دې مجلس کې دا هم ویلي چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د ۲۰۱۷م میلادي کال د ستراتېژۍ په اعلانولو کې هوکړې ته په رسېدو یا نه رسېدو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر بشپړ وتلو ټینګار کړی وو.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې له طالبانو سره د امریکا د خبرو پر مهال د پخواني حکومت او سیاستوالو له خبرو لیرې ساتل د جمهوري نظام د ړنګېدو پیلامه وه.