خلیلزاد: پاکستان د اوسنیو سیاستونو په نه تغیرولو سره سقوط ته روان دی
زلمي خلیلزاد ویلي چې که پاکستان اوسنۍ تګلارې بدلې نه کړي نو له سقوط سره به مخ شي
پاکستان په ډېر بد وضعیت کې دی او د هرې ورځې په تېرېدو په کې امنیتي حالت د پام وړ خرابېږي.
بل لور ته پاکستان له لویو اقتصادي بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی. د ناامنۍ له امله یې اکثره پانګه وال هېواد پرېږدي او خپله پانګه له هېواده باسي.
تازه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان په کورنیو او سیمه ییزو سیاستونو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دا هېواد په ماتېدو دی او ژر تر ژره پر خپلو تګلارو بیا کتنې ته اړتیا لري.
له بشري حقونو د پاکستان سرغړونه
هغه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما د هغه راپور په غبرګون کې چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه خپور شوی او په کې لسګونه ملکي وګړي، ښځې او ماشومان وژل شوي له اسلامي اصولو او بشري حقونو ښکاره سرغړونه ګڼلې ده.
نور ولولئ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اسرائیلو ته ورسېده
نور ولولئ:د ۳ امریکایانو وژل کېدل او ۳۵ نور ټپیانېدل؛ خلیلزاد د ایران پر وړاندې د غبرګون غوښتنه وکړه
خليلزاد د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د دغو وژنو مستقیم مسؤول ګڼلی او ویلي یې دي چې نوموړي تېره میاشت هم په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند په سوله ییزو لاریون کوونکو د زور زیاتي امر کړی و.
په کورنیو او سیمه ییزو سیاستونو کتنه
د هغه په وینا؛ دا ډول کړنې د پاکستان او د سیمې لپاره ویجاړونکي دي. خلیلزاد ټینګار کړی چې پاکستان باید په خپلو کورنیو او سیمه ییزو سیاستونو بیاکتنه وکړي، عمران خان، د دې هېواد پخوانی لومړی وزیر دې خوشې کړي او له افغانستان سره دې یوې داسې هوکړې ته ورسېږي چې د دواړو هېوادونو خاوره د یو بل د امنیت لپاره ګواښ ونه ګرځي.
دغه امریکایي ډیپلومات په دې باور دی که پاکستان د خپلو ملي ګټو لپاره خپل سیاستونه سم نه کړي ؛نو له له بدو پایلو او جدي ننګوونو سره به مخ شي.
زلمي خلیلزاد تر دې پخوا هم د پاکستان په کورنیو او بهرنیو سیاستونو توندې نیوکې کړي دي ؛خو د پاکستان حکومت یې دغو تازه څرګندونو ته لا تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
شنونکي وايي، د پاکستان امنیتي وضعیت نور له کنټروله وځي او له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېدونکی دی.