نړیوال خبرونه

خلیلزاد: کابل او ننګرهار حملې داعش کړي دي

د امریکا ځانګړی استازی خلیلزاد وايي، د امریکايي حکومت ارزونېنه نه معلوميږي چې کابل کې به روغتون او ننګرهار کې پر جنازه حملې اسلامي دولت یا داعش ډلې کړي دي خلیلزپه ټوېټر کېویلي دي چې داعش د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې تړون مخالفت کوي او د عراق په څېر افغانستان کې هم مذهبي جګړې ته لمن وهي. نو دغه یاد برید داعش کړۍ دۍ.

خلیلزادلیکلي:« د متحدو ایالتونو حکومت ارزونه کړې چې داعش-خراسان دا اونۍ په افغانستان کې پر یوه زیږنتون او د جنازې پر مراسمو وحشتناکه بریدونه وکړل. داعش پر ولسي خلکو دغه راز شریرو بریدونو ته پرلپسې لیوالتیا ښودلې ده، او افغانانو او نړۍ ته یو ګواښ ده.» ښاغلي خلیلزاد وايي، داعش خنډونه ایجادوي او سوله زیانمنوي. هغه ویلي چې نورې پلمې نشته، باید خواوې سره متحدې شي او د سولې لپاره کار وکړي.

نوموړي نور په دۍ اړه داسې لیکلي :« داعش-خراسان همداراز د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د سولې د یوه تړون مخالفت کوي، او هڅه کوي چې د عراق او سوریې په څیر فرقوي جګړه وپاروي، د داعش دام ته د لویدلو او د سولې د ځنډولو یا ورته د خنډونو د جوړولو پر ځای، افغانان باید سره راغونډ شي چې دغه ګواښ ته ماتې ورکړي او د سولې د تاریخي فرصت پسې ورشي. نورې پلمې نشته. افغانان، او نړۍ، تر دې د ښو مستحقه دي.»

U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad

✔@US4AfghanPeace

د امریکا د دولت ارزونه کړې چې داعش-خراسان دا اونۍ په افغانستان کې پر یوه زیږنتون او د جنازې پر مراسمو وحشتناکه بریدونه وکړل. داعش پر ولسي خلکو دغه راز شریرو بریدونو ته پرلپسې لیوالتیا ښودلې ده، او افغانانو او نړۍ ته یو ګواښ ده.

له دې وروسته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مایک پمپیو له تیر نه په توپير طالبان ملامت نه کړل او غږ یې وکړ چې افغان حکومت او طالبان په ګډه دداسې خلکو ضد مبارزه وکړي.

بل خوا بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه د خبریالانو سره په خبرو کې وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې دوی پولیس نه دي چې افغانستان به وساتي، نو افغانان باید نور خپله لاس په کار شي. همداراز له افغان ملت هم غوښتنه شوې چې داسې یوه حساس حالت کې منظم او منسجم اوسي، لاس په کار شي او دواړه غاړه مجبوره کړي چې د جګړې پرځای پر سوله تمرکز وکړي او دا ملت بیا له ډوبیدو وژغوري.

مونږ ټولو افغانانو ته پکار ده چې د افغانستان د ارادۍ أباره یو موټۍ شو او خپل هېواد آفغانستان جوړ کړو. ځکه افغانستان یو بې وڅله او غریب ملک دۍ باید ټول سیاسیون سره یو ځاۍ شي او دخپلو شخصي ؛ټو پر ځاۍ د هېواد لپاره کار وکړو که افغانان یو موټۍ شول نو دښمن به هیڅ کله دغه رقم ته هملې او بریدونه ونکړي او افغانان به په ارامه فضاء کې ژوند وکړي.  

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button