کورني خبرونه

خلیل الرحمان حقاني څوک دی؟

خلیل الرحمان حقاني اصل کې پخوانی مجاهد و چې وروسته یې بیا کورنۍ له طالبي حرکت سره یو ځای شوه

خلیل الرحمان حقاني (د جلال الدین حقاني) ورور په لویه پکتیا کې پروت د ځدراڼو له لوی او تاریخي قوم څخه و. نوموړی په ۱۹۶۶ کال د افغانستان پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په کنډو کلي کې زیږېدلی دی.

د طالبانو د حکومت د کابینې له اعلان راهیسې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر په توګه وګومارل شو او تر وژل کېدو پورې په همدې مقام پاتې شو.

هغه په وزارت کې هڅه کوله چې نړیوالې مرستې جلب کړي، په ځانګړې توګه په تېرو دوو کلونو کې چې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړ او دواړو هېوادونو شاوخوا دوه نيم ميليونه کسان افغانستان ته ستانه کړل.

afghan 2024 12 12t105236.925
خلیل الرحمان حقاني او د پرځېدلي جمهوریت د ولسمشر اشرف غني ورور هشمت غني احمدزی

د خلیل الرحمان حقاني زوکړه او ژوند

دی د پلار کشری زوی و، نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، ماشوم و چې پلار یې مړ شو او په وړکتوب کې یې شپني کوله او په تنکۍ ځوانۍ کې په جګړو کې ورګډ شوی و او په ۱۹۸۰مو کلونو کې د خپل مشر ورور جلال الدین حقاني د جهادي ډلې په لیکو کې د درنو وسلو او ذره‌دارو قوماندان و.

نور ولولئ: خلیل حقاني: عبدالله عبدالله راسره همکاري کړې او له سیاف سره یې ۲۰ غونډې کړي

نور ولولئ: طالب ویاند: د خلیل الرحمان حقاني وژنه د داعش کار دی

د حقانیانو کورنۍ په خوست کې له خپل کلي په لومړي ځل په ۱۹۷۵کې پاکستان ته کډوال شوي و او له هغه ځایه يې د داود خان د حکومت پر ضد په افغانستان کې د خرپ او ترپ جګړه او بریدونه پیل کړل.

خلیل الرحمان حقاني د شلمې پېړۍ اتیایمه لسیزه کې – هغه وخته چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه افغانستان کې و، د روسانو پرضد جګړه کې برخه واخیسته.

له جلال الدین حقاني سره اوسېدل

د طالبانو د حکومت د لومړۍ واکمنۍ پر مهال له خپل مشر ورور جلال الدین حقاني سره یو ځای د کابل په وزیر اکبرخان کې اوسېده.

afghan 2024 12 12t105306.785
خلیل الرحمان حقاني پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال له مجاهدینو سره

حقاني په یوه پخوانۍ مرکه کې ویلي، په ۲۰۰۱ کې امریکا کابل کې د ده پر کور بمبار وکړ، چې ګڼ کسان پکې ووژل شول، خو دی له کابله ووت.

نوموړی ويلي وو چې د امریکا او پاکستان په ګډو عملیاتو کې بندي شو چې په وینا یې “یو کال کوټه قلفي شوو، لاس او پښې او سترګې مو تړل شوې وې، کړیو زما پښې خوړینې کړې”.

پر دې سربېره، نوموړی د پاکستاني نظامیانو لخوا سخت شکنجه شوی هم و.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button