ځاییسیمه ییز خبرونه

خواجه اصف ته د مجاهد توند غبرګون؛ ټي ټي پي له پیله پاکستان کې ده

د پاکستان دفاع وزیر څرګندونو ته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې ټي ټي پي دا شل کاله پاکستان کې ده

دغه طالب ویاند، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هغو څرګندونو ته په غبرګون کې چې ټي ټي پي وسله واله ډله په افغانستان کې ده، ویلي چې «ټي ټي پي دا شل کاله په پاکستان کې ده.»

ذبیح الله مجاهد ویلي چې افغانستان هم د جګړې قرباني دی او لامل یې پاکستان دی.

پاکستان کې د ټي ټي پي جګړه

په دې وروستیو کې ټي ټي پي په پاکستان کې حملې زیاتې کړي دي او د پاکستان امنیتي ځواکونو ته ګڼه مرګ ژوبله اړوي.

pak
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف

په همدې تړاو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنج شنبه د (وري نهمه) د دغې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته په یوه غږیز پیغام کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د پرونیو خبرو په غبرګون کې ویلي چې د ټي ټي پي وسله واله ډله له تېرو شلو کلو راهیسې په پاکستان کې جګړه کوي او «له دوی سره تړاو یې بې انصافي ده.»

نور ولولئ: اسلام اباد پر سیاسي ګوندونو غږ کړی چې د ناقانونه افغان کډوالو پر سره مه درېږئ

نور ولولئ: اصف منیر: موږ ته کډوال نه پاکستان مهم دی او داخله وزیر وايي، افغان کډوال خامخا باسي

خواجه اصف تېره ورځ ویلي و چې پاکستان کې «د ترهګرۍ جرړه په افغانستان کې ده، خو د پاکستان له بیا بیا غوښتنو سره هم طالبان په دې برخه کې ګام نه پورته کوي.»

د طالبانو ویاند وړاندې وايي، د پاکستان دا ډول دعوې له «خپل مسووليت تېښته ده، او هلته ناامني د دوی کورنۍ موضوع ده، د پاکستاني طالبانو ډله دا شل کاله هلته جګړه کوي.»

د پاکستان دفاع وزیر څرګندونې

د پاکستان دفاع وزیر تېره ورځ په دغه هیواد کې د وړمې ورځې پر چینايي انجنیرانو له ځانمرګي برید وروسته په ایکس پاڼه لیکلي و چې، د طالبانو حکومت د اسلام اباد ضد وسلوالو په مخنیوي کې ورسره مرسته نه کوي، نو اسلام اباد دې پر ډیورنډ کرښه ټول نړیوال قوانین پلي کړي.

پاکستان د وسلوالو د مخنیوي په پلمه، له ۲۰۱۷ کال را هیسې پر ډیورنډ کرښه اغزن تار هم تېر کړی او د نارسمي لارو پر تړلو سربېره یې پر رسمي لارو هم د خلکو تګ راتګ سخت کړی، خو بیا هم په دغه هېواد کې روان بریدونه د افغانستان د وخت پر حکومتونو ور اچوي.

د پاکستان حکومت په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال افغان حکومت د وسلوالو په ملاتړ تورناوه او اوس پر طالبانو ورته تورونه لګوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button