سیمه ییز خبرونه

خواجه اصف: پر ډیورڼد فرضي کرښه دې ټول نړیوال قوانین پلي شي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، پر ډیورنډ فرضي کرښه دې نړیوال قوانین پلي شي

خواجه اصف داسې مهال دغه موضوع راپورته کوي چې په افغانستان کې د طالبانو په ګډون هېڅ حکومت د ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې او نه یې هم نړیوال د نړیوالې رسمي کرښې په توګه پېژني.

تازه د پاکستان دفاع وزیر وايي، د طالبانو حکومت د اسلام اباد ضد وسلوالو په مخنیوي کې ور سره مرسته نه کوي، ځکه اسلام اباد ته پکار دي چې پر ډیورنډ کرښه ټول نړیوال قوانین پلي کړي.

ترهګري او بنسټیز بدلون

خواجه اصف زیاتوي، په پاکستان کې «د ترهګرۍ پېښو کې له زیاتوالي سره پر ډیورنډ کرښه بنستیز بدلون ته اړتیا ده.»

pak (5)
پاکستان کې پر چینیانو ځانمرګی برید چې ۵ کسه په کې ووژل شول

نوموړي نن خپل اېکس کې لیکلي: «پاک افغان سرحد د نورې نړۍ له دودیز سرحد سره فرق لري، ازادانه چلېږي، خو کابل چې مرسته نه کوي پاکستان ته پکار دي پر دې پوله ټول نړیوال قوانین او روایات عملي کړي.»

د هغه په خبره، په دې کار سره به «د ترهګرو د تګ مخه ونیول شي.»

نور ولولئ:  تحریک طالبان پاکستان: موږ له اسلام اباد سره په مذاکراتو باور نه لرو

نور ولولئ:  پاکستان کې ناامني؛ لوی درستیز یې وروستیو پېښو کې افغانان ښکېل وبلل

نور ولولئ: د پاکستان دفاع وزیر: د پاکستان پر پوځ حملې افغانستان کې تنظیمیږي

پاکستان د وسلوالو د مخنیوي په پلمه، له ۲۰۱۷ کال را هیسې پر ډیورنډ کرښه اغزن تار هم تېر کړ او د نارسمي لارو پر تړلو سربېره یې پر رسمي لارو هم د خلک تګ سخت کړی دی، خو بیا هم په دغه هېواد کې بریدونه کېږي.

ترهګري چېرته ده؟

پاکستان وايي، ترهګر له افغانستانه ور اوړي او هلته د پاکستان پر پوځ بریدونه کوي، خو داسې نه ده، ځکه بریدونه له هغو سیمو تنظیمېږي چې پاکستان د افغانستان د ناامنه کولو لپاره له څلوېښتو کلونو راهیسې ایجاد کړي او هلته ترهګرو ګروپونو ته په کې روزنه ورکول کېده.

pak (1)
پاکستان کې ناامني اوج ته رسېدلي ده

بلخوا د پاکستان حکومت د جمهوریت په وخت کې افغان حکومت د وسلوالو په ملاتړ تورناوه او اوس پر طالبانو ورته تور لګوي.

خواجه اصف دا هم ویلی چې پاکستان کې «د ترهګرۍ جرړه په افغانستان کې ده»، خو د دوی له کوشش سره طالبان په دې برخه کې ګام نه پورته کوي.

افغان طالبان تل د پاکستان دا ادعا ردوي او وايي، اسلام اباد خپلمنځي ستونزې حلولی نه شي او پړه یې پر دوی اچوي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې وسله‌والې نښتې زیاتې شوې او هره ورځ لسګونه پوځیان په دغه بریدونو کې هلاک کېږي.

داسې ښکاري چې پاکستان یې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button