سیمه ییز خبرونه

خواجه اصف: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پرضد بریدونه کوو

د پاکستان دفاع وزیر یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې به پر ټي ټي پي او نورو ډلو عملیات وکړي

خواجه اصف په تازه څرګندونو کې ویلي، د عزم استحکام عملیاتو کې په افغانستان کې هغه اهداف هم شامل دي چې پاکستان او ددې هېواد پوځ ترې ګواښل کېږي.

د پاکستان دفاع وزیر وویل، چې د وسله والو پر ضد د نویو پوځي عملیاتو د یوې برخې په توګه به پاکستان په راتلونکي کې په افغانستان کې پر خپلو اهدافو بریدونه وکړي.

خواجه اصف زیاته کړه، چې د هغو ډلو پر ضد به هوايي بریدونه وکړي چې په پاکستان کې امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کوي.

په افغانستان کې د پاکستان بریدونه

د پاکستان لوړ پوړو چارواکو تر دې دمه د روان کال په مارچ میاشت کې په افغانستان کې دننه د داسې یوه برید پړه منلې ده.

طالبانو په افغانستان کې دغه بریدونه د هېواد له حاکمیته سرغړونه بللې ده.

نور ولولئ: د پاکستان دفاع وزیر: د ترهګرو په ځپلو کې طالبان راسره همکاري نه کوي

نور ولولئ:  د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

نور ولولئ: اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

خواجه اصف د بي بي سي اردو برخې ته چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه وویل: «دا ریښتیا ده چې موږ په افغانستان کې عملیات کړي دي او خپلو عملیاتو ته به دوام ورکړو. موږ دوی (طالبانو) ته د کیک او خواږو ښه راغلاست نه وایو. که دوی برید وکړي، موږ به هم برید وکړو.»

همدا راز، هغه د بریدونو د مشروعیت په اړه اندیښنې هم رد کړې او ویې ویل چې پاکستان به طالبان له خپلو بریدونو چې پر وسله والو لکه ټي ټي پي یې کوي خبر نه کړي.

خواجه اصف ته دې طالبانو غبرګون

د پاکستان د دفاع وزیر وویل: دا د حیرانتیا عنصر لرې کوي، ولې باید دوی ته ووایو چې چمتو اوسئ، موږ درځو؟»

تر دې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر ګواښ کړی و چې د پاکستان د پوځ د نویو عملیاتو په چوکاټ کې چې د «عزم استحکام» په نوم یادیږي، د پاکستان له خاورې بهر د پاکستاني طالبانو پر پناځیو به بریدونه وکړي.

د طالبانو د دفاع وزارت د خواجه اصف د خبرو په ځواب ویلي و، چې دا یو «نامسولانه» کړنه او د افغانستان په خاوره برید د ملي حاکمیت خلاف عمل دی او پایلې لري.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې، د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ کړکېچ زیات شوی ښکاري.

اسلام اباد وايي، د پاکستان تحریک طالبان په افغانستان کې اډې او پټنځي لري.

د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې د تاوتریخوالی او ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په موخه د عزم استحکام په نوم عملیات پیل کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button