خوراکي توکي او عمر؛ د ژوند په هر پړاو کې د بدن تغذیوي اړتیاوې څنګه بدلیږي؟

پوه شئ چې خوراکي توکي او عمر څنګه یو له بل سره تړلي دي؛ د ماشومتوب له لومړیو ورځو تر زړښته پورې ستاسو د بدن تغذیوي اړتیاوې څنګه بدلیږي او کوم خواړه ستاسو روغتیا تضمینوي؟
که څه هم متوازنو خوړو ته د ژوند په ټولو پړاوونو کې اړتیا شته، خو د خوراکي توکي او عمر ترمنځ اړیکه ثابته نه ده. د انسان بدن د ودې، بلوغ او زړښت پر مهال بېلابېلې اړتیاوې پیدا کوي، او اغېزمنه تغذیه باید له دغو بدلونونو سره سمون ولري. تغذیه نه یوازې پر نننۍ روغتیا اغېز لري، بلکې د راتلونکو لسیزو د ناروغیو په مخنیوي کې هم اساسي رول لوبوي.

خوراکي توکي او عمر، ماشومتوب او د بنسټ اېښودلو پړاو
له زېږون څخه مخکې او د ماشومتوب په لومړیو کلونو کې تغذیه حیاتي اهمیت لري. څېړنې ښیي چې د ژوند په لومړیو ۱۰۰۰ ورځو کې د بورې لږ مصرف په لویوالي کې د زړه د ناروغیو او فلج خطر کموي. په دغه پړاو کې ماشومان لوړې انرژۍ، ګټورو غوړو او مهمو مغذي موادو لکه وسپنې، ایودین، کلسیم او ویټامین ډي ته اړتیا لري، څو هډوکي او دماغ یې سمه وده وکړي. دا ښیي چې په لومړني عمر کې د سمو خوراکي توکي او عمر ترمنځ توازن څومره مهم دی.
خوراکي توکي او عمر، ځواني او د سالم ژوند عادتونه
په شلو کلونو کې د بدن فزیکي وده بشپړېږي، خو ذهني او ټولنیز فشارونه زیاتېږي. دا د سالم ژوند د عادتونو جوړولو غوره وخت دی. د نباتي سرچینو کارول، لکه مېوې، سبزي، بشپړې غلې دانې او مغز لرونکي توکي، د فزیکي روغتیا ترڅنګ رواني ثبات هم پیاوړی کوي. په دې عمر کې ناسالم خواړه کولی شي د راتلونکي عمر لپاره د ناروغیو تخم وکري.

منځنی عمر او هورموني بدلونونه
په منځني عمر کې، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره د استروجن (Estrogen) هورمون کمښت یو لړ ننګونې رامنځته کوي. په دې پړاو کې د خوراکي توکي او عمر موضوع نوره هم حساسه کېږي، ځکه د زړه ناروغیو، شکر او د هډوکو کمزورۍ خطر ډېرېږي. دلته د اومیګا-۳ غوړ اسیدونه، کلسیم او د “مدیترانیهيي رژیم” کارول د بدن د خوندیتوب لپاره اړین دي.
زړښت او د بدن محافظت
په زړښت کې که څه هم د بدن د انرژۍ اړتیا کمیږي، خو د مغذي موادو اړتیا لا هم لوړه وي. په دې پړاو کې د عضلاتو ساتنه او د کولمو روغتیا ته پاملرنه لومړیتوب لري. فایبر لرونکي خواړه او متنوع رژیم د ذهني فعالیت په پیاوړتیا او د فزیکي کمزورۍ په مخنیوي کې مرسته کوي.

په ټوله کې، د خوراکي توکي او عمر ترمنځ توازن د یوې ثابتې نسخې تابع نه دی، بلکې باید د ژوند له هر پړاو سره سم تنظیم شي.
توضیحات:
استروجن (Estrogen): یو اساسي جنسي هورمون دی چې د ښځو د تناسلي سیستم د تنظیم او روغتیا مسوولیت لري.
مدیترانیهيي رژیم: د خوړو یو داسې طرز دی چې پر سبزیو، مېوو، د زیتون غوړ، مغز لرونکو توکو او کبانو تکیه کوي او د سرې غوښې او بورې کارول پکې خورا کم وي. دا رژیم د زړه او دماغ روغتیا لپاره تر ټولو غوره انتخاب ګڼل کېږي.



