سیمه‌ییز

خوست او پکتیا کې طالبانو د پاکستاني پوځ پر پوستو بریدونه کړي

له سیمې سرچینې وايي، طالبانو د پاکستاني پوځ پر پوستو بریدونه کړي او جګړه روانه ده

له سیمې سرچینو افغان‌ناو ته ويلي، چې له تېرې شپې راهیسې پر ډیورنډ کرښه د پکتیا ډنډي پټان او خوست علیشېرو ولسوالیو ځینو برخو کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ جګړه روانه ده. تر اوسه پورې د اوښتو زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

افغان‌ناو ته نن شنبه د (مرغومي اتمه) له سیمې ځینو سرچینو ويلي، چې له تېرې شپې راهیسې پر ډیورنډ کرښه د پکتیا ډنډي پټان او خوست علیشېرو ولسوالیو ځینو برخو کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ جګړه روانه ده.

د پاکستان لوري ته مرګ ژوبله

د خراسان ډایري په نوم پاکستاني رسنۍ ویلي، چې په دغې جګړه کې د پاکستان لوري ته یو تن وژل شوی او اوه نور ټپیان دي.

دغې رسنۍ ویلي، چې افغان لوري ته د درې تنو د وژل کېدو او ۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

دغې رسنۍ دا نه دي ویلي چې وژل شوي کسان نظامي او که ملکي کسان دي.

نور ولولئ: د طالبانو رژیم: داعش خراسان اوس د پاکستان له بلوچستان او خیبرپښتونخوا فعالیت کوي

نور ولولئ: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا؛ پاکستان د ملایانو بله ډله کابل ته استولي

په خواله رسنیو هم ځینو فعالانو ویډیوګانې خپرې کړې چې د جګړې له وېرې په خوست کې د جګړې سیمې ته نږدې خلک له کورونو وتلي او خوندي ځایونو ته په تېښته دي.

د طالبانو د استخباراتو یو غړي هم په ایکس پاڼه لیکلي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیا ډنډي پټان ولسوالۍ سره نږدې غوځګړي او خوست ولایت علیشېرو ولسوالۍ ډبګي کلیو پر پوستو یې سخت بریدونه کړي خو د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا هم ولولئ:  له افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ ۹۵ سلینه کمېدل

پاکستاني لوري هم په رسمي ډول په اړه څه نه دي ویلي

په خواله رسنیو کې ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کیږي چې په کې د درنو او سپکو وسلو غږونه اوریدل کیږي او خلک یې د تېرې شپې د جګړې ویډیو یادوي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې په څو ځایونو بمبار وکړ چې د طالبانو حکومت په خبره تر ۵۰ ډیر ولسي خلک په کې ووژل شول.

ځینې طالبانو ويلي، چې د دغه برید غچ به له پاکستانه اخلي.

پاکستاني لوري بیا دعوه کړې چې په دغه برید کې د ټي ټي پي څو مرکزونه په نښه کړي او لسګونه د ټي ټي پي وسله وال یې وژلي دي

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button