خوست کې جلغوزي؛ حاصلات زیات شوي، خو سوداګر د صادراتو اسانتیاوې غواړي

خوست کې جلغوزي سږ کال د تېر کال په پرتله ډېر حاصل ورکړی، خو سوداګر وايي، نړیوالو بازارونو ته محدود لاسرسی او د پروسس او بستهبندۍ د اسانتیاوو نشتوالی یې د ګټې اخیستنې مخه نیسي.
د لویې پکتیا د جلغوزیو سوداګر له اړوندو ادارو غواړي چې د صادراتو لپاره نوې لارې برابرې کړي او په هېواد کې د جلغوزیو د پروسس صنعت ته پاملرنه زیاته کړي.
د خوست د جلغوزیو مارکېټ مسوول بلوڅ ځدراڼ وايي، سږ کال د لویې پکتیا په کچه د جلغوزیو حاصلات د تېر کال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
د هغه په وینا، سږنیو بارانونو د جلغوزیو د ونو پر حاصل مثبت اغېز کړی او په ګڼو سیمو کې د جلغوزیو تولید لوړ شوی دی.

خوست کې جلغوزي؛ سوداګر له کومو ستونزو سره مخ دي؟
د جلغوزیو سوداګر خانولي ویلي، په نړیوالو بازارونو کې افغان جلغوزیو ته تقاضا شته او بیې یې هم مناسبې دي، خو پر محدودو صادراتي بازارونو تکیه د سوداګرو اندېښنې زیاتې کړې دي. خوست کې جلغوزي
بلوڅ ځدراڼ وايي، اوس مهال د دوی د صادراتو مهم بازار چین دی، خو هلته پېرودونکي د محدودو بدیلونو له امله جلغوزي په ټیټو بیو اخلي.
هغه غوښتنه کړې چې د سیمې نورو هېوادونو ته هم د صادراتو لارې اسانه شي، څو سوداګر وکولای شي خپل محصولات په مناسبو بیو وپلوري.
یوه بل سوداګر قادر جان هم ویلي، که نورو هېوادونو ته د جلغوزیو د لېږد اسانتیاوې برابرې شي، د سوداګرو عاید به زیات او د احتمالي زیانونو کچه به راټیټه شي.
د سوداګرو په وینا، خوست کې جلغوزي د ښه حاصل ترڅنګ د عصري پروسس او بستهبندۍ مرکزونو ته اړتیا لري، څو محصول په معیاري بڼه نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي.
یوه سوداګر حیدر ویلي، که په افغانستان کې د جلغوزیو د پاکولو، مغز ایستلو او بستهبندۍ اسانتیاوې برابرې شي، د محصول د ارزښت زیاته برخه به په هېواد کې پاتې شي. خوست کې جلغوزي
د هغه په خبره، اوس د دغو اسانتیاوو نشتوالی د دې لامل کېږي چې د جلغوزیو د پروسس او بستهبندۍ اقتصادي ګټه نورو هېوادونو ته ولاړه شي.

د جلغوزیو صادرات تېر کال ۹۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند احسانالله احسان وايي، د سږ کال د جلغوزیو د حاصلاتو کره اندازه لا نه ده معلومه، خو لومړني اټکلونه د تېر کال په پرتله د زیاتوالي ښودنه کوي.
د هغه د معلوماتو له مخې، افغان سوداګرو تېر کال شاوخوا ۷۵۰۰ ټنه جلغوزي چین، اروپايي او عربي هېوادونو ته صادر کړي چې ټولیز ارزښت یې ۹۵ میلیونه ډالرو ته رسېده.
احسان ویلي، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د صادراتو د پراختیا لپاره له اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ کار کوي، څو افغان سوداګرو ته په نړیوالو بازارونو کې لا ډېر فرصتونه برابر شي. خوست کې جلغوزي

بلخوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند محمداصف الیاس ویلي، د جلغوزیو د صادراتو او بازارموندنې د پراختیا لپاره له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې شوې دي.
د هغه په وینا، د وزارت د چارواکو بهرني سفرونه او په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې د افغان محصولاتو معرفي کول د همدې هڅو برخه ده.
الیاس زیاته کړې چې جلغوزي د افغانستان له مهمو صادراتي محصولاتو څخه دي او ګڼ شمېر خلک یې د راټولولو، پروسس او سوداګرۍ په برخو کې کار کوي.
د سوداګرو غوښتنه دا ده چې د صادراتي بازارونو د پراخېدو ترڅنګ په افغانستان کې د پروسس او بستهبندۍ اسانتیاوې هم زیاتې شي، څو د حاصلاتو له زیاتوالي سره د دوی عاید هم لوړ شي.



