سیمه ییز خبرونه

خُرم: افغانستان د سړې جګړې د سیالۍ په ډګر بدل شوی

کریم خًرم ویلي، افغانستان د سړې جګړې په جیوپولیټیکو سیالۍ کې قرار لري

خُرم وايي، په افغانستان کې ترهګریز سازمانونه په فعالېدو دي او زبر ځواکونه به یو ځل بیا دلته (افغانستان) کې نظامي مداخله کوي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس وایي افغانستان کې سترې جیوپولیټیک سیالۍ د سړې جګړې په شکل دوام لري.

کریم خرم زیاتوي، «که نړۍ طالبان په رسمیت و نه پېژني، نړیوالو سازمانونو کې حضور و نه لري او په ترهګریزو ګروپونو کې دوامدار پاتې شي، دا سړه جګړه به په نیابتي جګړو بدله شي.»

ددې بلوا مخه د قانون په حاکمیت سره نیول کېدلی شي

ښاغلي خرم نن په خپل اېکس کې د نیابتي جګړو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د دغو احتمالي جګړو مخه د اصلاحاتو په راوستو او د قانون په حاکمیت سره نیول کېدلی شي.

نوموړي د اوکراین او غزې جګړو ته په اشاره زیاته کړې: «ښایي سبا ته د چین سویل او یا تایوان به هم د جګړو شاهد وي.»

نور ولولئ: شهباز شریف طالبانو ته؛ پاکستان ته دې د ترهګرو د ننوتو مخه ونیسي

نور ولولئ: قرغیزستان: د افغانستان په شمال کې ترهګر په غښتلي کېدو دي

د افغان سیاستوالو دغه اندېښنې په داسې حال کې زیاتېږي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ د نږدې دریو کلونو په تېرېدو تر اوسه هم د دغې ډلې حکومت د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

له ترهګرو ډلو ویره

له دې سره، تېره میاشت د اور اسیا ټایمز ورځپاڼې د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې د افغانستان له خاورې څخه کابو ۲۳ ترهګرې ډلې د نورو هېوادونو پر ضد فعالیتونه کوي.

کریم خُرم د دوحې ناستې په اړه؛ افغانستان نړۍ ته ارزښت لري

په راپور کې د ټي‌ټي‌پي، داعش خراسان، القاعده، جېش العدل، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، القاعدې، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د تاجکستان د طالبانو د تحریک او د بلوڅانو د ډلو نومونه یاد شوي، چې بیا هر یوه یې بېلابېلې نورې څانګې هم لري.

په راپور کې دغه راز راغلي:« د القاعدې اصلي مشران په افغانستان کې دي او د خپلې ځواکمنتیا لپاره په هڅو بوخت دي.»

خو پر دې سربېره، له بلې خوا بیا طالبانو په دوحه کې له امریکا سره د تفاهم لیک په لاسلیکولو دا اصل منلی چې القاعدې شبکې ته به په افغان خاوره کې ځای نه ورکوي.

شنونکي وايي، که له امریکا سره د طالبانو همکاري نه وای، د ایمن الظواهري یې په کابل کې د ډرون په حمله کې نه شو وژلی.

سره له دې چې طالبان دا ډول څرګندونې ردوي، خو د سیمې هېوادونه بار، بار د ترهګرو په شتون اندېښنه ښيي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button