په زړه پورېژوند او ټولنه

خپل ژوند څنګه ښه کړو؟ د یوې روښانه راتلونکې لپاره ۵ مهم رازونه

ایا غواړئ پوه شئ چې خپل ژوند څنګه ښه کړو؟ په دې مقاله کې مو د ژوند د کیفیت لوړولو او یوې روښانه راتلونکې د جوړولو لپاره ۵ هغه مهم رازونه او عملي لارښوونې راټولې کړي چې ستاسو فکر او ژوند ته مثبت بدلون ورکوي.

د ژوند د شرایطو د ښه کولو لپاره اړینه ده چې له هغه څه متفاوت فکر وکړئ چې اوس یې کوئ. په دې مانا چې باید په خپل فکر، عقایدو او باورونو کې یو اساسي انقلاب او بدلون راولئ ترڅو وکولی شئ له اوسني وضعیت (که ترې ناراضه یاست) څخه راوځئ او د بریا او پرمختګ یوې نوې نړۍ ته داخل شئ. ډېری خلک هره ورځ له ځانه پوښتنه کوي چې خپل ژوند څنګه ښه کړو؟ خو د دې پوښتنې ځواب یوازې په هیلو کې نه، بلکې په عملي ګامونو کې پروت دی. د دې موخې لپاره شاید تر ټولو غوره او لومړنی کار چې تاسو یې ترسره کولی شئ دا دی چې د خپل ژوند راتلونکي ته د بل شخص له لیدلوري وګورئ.

دا جمله ممکن یو څه عجیبه او نامعقوله ښکاره شي، ایا داسې نه ده؟ خو دا کار شونی دی. «راتلونکی» کېدای شي همینا سبا، یوه میاشت، یو کال یا لس کاله وروسته وي او «بل شخص» په دې مانا چې له ځان پرته بل څوک؛ یعنې د یو خواخوږي ملګري یا د یو هوښیار همکار له سترګو خپل ژوند ته وګورئ.

science of happy 960x540 1

د دې لپاره چې خپل ژوند څنګه ښه کړو، باید له ځان سره مهربانه اوسو

د هغو سختو کارونو څخه د تېښتې پر ځای چې نن یې ترسره کول نه خوښوئ، داسې یوې راتلونکې ته ځیر شئ چې ګویا تاسو له یو بل چا سره مرسته کوئ ترڅو ژوند یې ښه شي. راځئ یو مثال ورکړو: فکر وکړئ که یوه ورځ قرار وي چې تاسو د خپل همکار پر میز کار وکړئ، ایا د ورځې په پای کې د هغه میز ګډوډ او نامنظم پرېږدئ؟ بې له شکه نه! تاسو به حتماً میز پاک کړئ او ټول وسایل به په خپل ځای کېږدئ ترڅو هغه بل کس ته ستونزه جوړه نشي.

دا هم ولولئ:  فرهاد دریا: کورونا باید جیدی ونیسو

یا که ستاسو ملګری شپه ستاسو په کور کې پاتې شي، ایا د ویده کېدو دمخه د هغه د مخ مینځلو مخه نیسئ؟ نه، هېڅکله داسې نه کوئ ځکه غواړئ چې ملګری مو سبا په ښه احساس له خوبه پاڅیږي.

نو، دا ټول ساده کارونه د ځان لپاره هم ترسره کړئ. په دې برخه کې چې خپل ژوند څنګه ښه کړو؟، لومړی ګام دا دی چې پر خپل راتلونکي ځان (Future Self) رحم وکړئ. ولې ستاسو ټولې مهربانۍ د نورو لپاره دي او ځان ته هغه ارزښت نه ورکوئ چې ور یې کړئ؟ نن هغه سخت کار وکړئ ترڅو ستاسو راتلونکی ځان درڅخه منندوی وي.

 ذهني بوج سپک کړئ؛ دا یوه لاره ده چې خپل ژوند څنګه ښه کړو؟

معلومات، ایډیاوې او نظريات په خپل مغز کې مه ذخیره کوئ. موږ ټول د ورځې په اوږدو کې ډول ډول فکرونه په ذهن کې اخوا دېخوا کوو؛ له دې پوښتنې نیولې چې «موټر مې چېرته پارک کړی؟» تر دې چې «له درملتون څخه مې څه غوښتل؟»، «ډوډۍ څه پخه کړم؟» یا «ایا د دې میاشتې قسط مې ورکړی که نه؟».

دا واړه فکرونه یوازې زموږ ذهن او مغز ګډوډوي. موږ کولی شو دا د مغز «کباړ» وګڼو چې باید لرې وغورځول شي یا لږترلږه تنظیم شي. د دې پر ځای چې دا واړه معلومات په ذهن کې وساتئ، له ټکنالوژۍ او قلم کاغذ څخه کار واخلئ. د دې لپاره چې خپل ژوند څنګه ښه کړو؟، باید خپل ذهن د مهمو پرېکړو لپاره آزاد وساتو، نه د وړو خبرو لپاره.

man standing night sky stars light outdoors 1200x628 facebook 1200x628 1

په یو اپلیکیشن کې خپل مالي حسابونه ولیکئ او د قسطونو د ورکړې لپاره الارم ولګوئ.

دا هم ولولئ:  ملالې يوسفزۍ د هغې د خوښې فلمونو نومونه له مينه والو سره شریک کړل

د لیدنو کتنو وخت په خپله مبایل کلیزه (Calendar) کې تنظیم کړئ.

د کارونو لیست (To-Do List) په نوټ بوک کې ولیکئ.

حتی په یو تفریحي مرکز کې د موټر د پارکینګ د ځای او نمبر د یادولو اړتیا نشته، یوازې یو عکس واخلئ او خلاص. د ژوند د ساده کارونو بوج د خپل مغز له اوږو لرې کړئ ترڅو په ډېره انرژۍ سره نوښت او خلاقیت ته مخه کړي او یوه روښانه راتلونکې جوړه کړي.

 د انرژۍ مدیریت او ورځنی پلان جوړول

ورځنی پلان ولرئ. بې له شکه ټول انسانان نشي کولی له سهاره تر شپې پورې په یوه کچه انرژي ولري او خپل ټول فعالیتونه په غوره توګه ترسره کړي. ځینې خلک سهار وختي ښه فعالیت لري او د ځینو ذهن بیا د شپې له خوا ښه کار کوي. دا ټول مسائل په فردي عادتونو پورې اړه لري.

نو د دې پوښتنې په ځواب کې چې خپل ژوند څنګه ښه کړو؟، باید ووایو چې خپل طلایي وختونه وپېژنئ. هغه ساعتونه چې پوهېږئ مغز مو په غوره حالت کې دی، د راتلونکي لپاره فکر کولو او پلان جوړولو ته ځانګړي کړئ. د عادتونو جوړولو او د ورځې د ګټورو وختونو د موندلو لپاره یو منظم ورځنی مهالویش خورا اړین دی.

getty 952953174 2000134020009280

 اضافي غوراوي (Options) حذف کړئ ترڅو پوه شئ چې خپل ژوند څنګه ښه کړو؟

هر څه یوازې د دې لپاره مه انتخابوئ چې ځای ډک شي. کله چې د انتخاب حق لرئ، خپل کمد، کور، مغز یا وخت په هغو شیانو مه ډکوئ چې خوند نه ترې اخلئ. ډاډه اوسئ چې د ډېرو جامو یا وسایلو په پېرلو سره به خوشحاله نشئ. یا مثلاً کله مو چې زړه تنګ وي، که داسې یو فلم وګورئ چې نه یې خوښوئ، بیا به مو هم زړه تنګ وي.

دا هم ولولئ:  جرمني کې د کورونا ناروغی له امله مثبتو پیښو نوی ریکارد ثبت

دا تګلاره د ژوند په ټولو اړخونو کې صدق کوي؛ له خوراکي رژیم نیولې تر عاطفي اړیکو پورې. هېڅکله یوازې د یوازیتوب د ډکولو لپاره د نالایقه کسانو سره اړیکه مه نیسئ. په لومړي فرصت کې د خپل ژوند اضافي غوراوي (Options) حذف کړئ. کله چې د انتخاب لپاره ډېر شیان ولرئ، پرېکړه کول درته سختيږي.

د مغز د انرژۍ د سپمولو لپاره، غیرضروري اپشنونه له منځه یوسئ. مثلاً د جامو انتخابول یو ساده کار دی؛ تاسو کولی شئ د جمعې په ورځ د ټولې اونۍ جامې وټاکئ او جلا یې کړئ. دا کار ستاسو د فکر بار سپکوي. همدغه طریقه د ژوند په نورو چارو کې هم پلي کړئ. هغه څه چې ورته اړتیا نلرئ، پرېږدئ. اجازه ورکړئ ذهن مو په ژوند کې په مهمو مسایلو بوخت وي او وکولی شي د یوې غوره راتلونکې لپاره په پوره انرژۍ سره پلان جوړ کړي. دا هغه لاره ده چې موږ ته راښيي خپل ژوند څنګه ښه کړو؟ او څنګه بریالي شو.

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button