سیمه ییز خبرونه

خیبرپښتونخوا کې د (بر قمبر خېلو) مشران: پاکستاني پوځ ته د چاپو اجازه نه ورکوو

د خیبرپښتونخوا کې د خیبر بر قمبر خېلو مشران به نور د پاکستاني پوځ چاپو ته اجازه ورنه کړي

د پښتنو په سیمو کې د پاکستاني پوځ چاپو خلک په تنګ راوستي او د چاپي پر مهال چې له کوره څوک وړل شوي، نو بیا بېرته ژوندي نه دي ستانه شوي.

خو تازه، د خيبر د تیرا د بر قمبرخېلو قبايلي سریشتې مشرانو ویلي چې په هغه سیمه کې نور وسلوال نه پرېږدي او امنیتي ځواکونو ته هم د چاپو وهلو اجازه نه ورکوي.

له پښتنو سره د پاکستاني پوځ تشدد

د بر قمبرخېلو سريشتې يا د کمېټۍ مشرانو د جولای پر ۱۷مه په غونډه کې وويل چې يو خوا يې وسلوال وژني او باج (قلنګ) ترې اخلي نو بل خوا يې امنيتي ځواکونه ځوروي او نيسي یې.

د بر قمبرخېلو د کمېټۍ يو مشر کمال الدين اپرېدي غونډې ته په وینا کې پر وسلوالو هم غږ وکړ چې له تشدده لاس واخلي. “له ولسي وګړو په زوره پیسې او مالونه اخلئ او پر کورونو مو بریدونه کوئ او لاسي بمونه رااچوئ. دا شریعت نه بربریت دی. موږ د اصل شریعت مخالف نه یو بلکې د دې بدمعاشۍ خلاف يو. نور دا ظلمونه بس کړئ. نور یی نه شو زغملی او د دې پرضد به ټول قوم درېږو.”

نور ولولئ:  اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

نور ولولئ:  د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

نور ولولئ: د پاکستان دفاع وزیر: د ترهګرو په ځپلو کې طالبان راسره همکاري نه کوي

نوموړي زياته کړه چې هغوی د امنيتي ځواکونو له “ظلمه” هم تنګ دي. “د شپې وسلوال راشي، خلکو په زوره ډوډۍ خوري او سهار بيا امنیتي ځواکونه ولس ځوروي چې ولې مو خواړه ورکول.”

خلک په امن پسې تږي دي

د غونډې مشرانو وويل چې تر دې وروسته به نه له وسلوالو سره او نه به هم له امنيتي ځواکونو سره کار لري.

د هغوی په وينا، دوی امن خوښوونکي خلک دي خو تر دې وروسته به امنيتي ځواکونو ته اجازه ور نه کړي چې ولسي وګړي په “زور” ورڅخه یوسي.

د سیمې مشرانو په خپلو څرګندونو کې زياته کړه چې “امن قایمول د ریاست ذمه واري” ده.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر کې سیاسي ګوندونو او قبايلي مشرانو په وروستيو کې دعوې کړي چې امنیتي ځواکونو ورڅخه د وسلوالو خلاف د “امن لښکرو” جوړولو غوښتنه کړې ده.

په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو ضلعو کې چې شاوخوا دوه لسیزې مخکې وسلوالې ډلې پیدا شوې او فعالیتونه یې پیل کړل نو د حکومت په ملاتړ امن کمېټۍ او امن لښکرې جوړې شوې چې په خپلو سیمو کې یې ګزمې او پهرې کولې. حکومت د هغو لښکرو غړو ته د وسلو ګرځولو اجازه هم ورکړې وه چې دا ډول یې په ملاتړ د وسلوالو ډلو خلاف وجنګېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button