ټکنالوجي

داسې تراکتورونه چې د تېلو پر ځای د غواګانو د فاضله موادو (خوشایو) په انرژۍ چلیږي

په فرانسه کې کروندګر خپل تراکتورونه د غواګانو د فاضله موادو په انرژۍ چلوي او تېل په کې نه سېزي.

ددغه هېواد په جنوبي سیمه ډورډونیا کې د غواګانو له کوټو څخه خوشايي په اتومات ډول داسې کانتینر ته ورته ماشینونو ته انتقالیږي، چې ورڅخه په تراکتورونو کې استعمالېدونکی طبیعي ګاز تولیدوي.

دا طبیعي ګاز (bioNGV) په اصل کې د میتان ګاز دی چې له ډیزلو هم پاک ګڼل کیږي او د “نوي هالنډ” په نوم د ایټالوي او امریکايي شرکت له خوا جوړ شوي تراکتورونه په همدې ګازو چلیږي.

د کروندګرو ټینګار

ددې سیمې کروندګر هیله لري چې د تراکتورونو برسېره نور موټر یې هم د غواګانو د خوشايو په انرژۍ وچلیږي.

د ډورډونیا د سیمې کروندګر برټرانډ ګورین وايي، چې له دغه انرژۍ څخه په کورونو کې د بریښنا لپاره هم استفاده کیږي.

نور ولولئ: سپینه ماڼۍ ويلي د مصنوعي ذکاوت پر وړاندې انسانان خوندي وساتئ

د څارویو له فاضله موادو څخه د میتان ګاز تولیدیږي چې د طبیعت په ککړتیا او د اقلیم په تودوښه کې تر کاربن ډای اکساید ډېر مضر ګڼل کیږي. خو فرانسوي کروندګر وايي، چې له خوشایو څخه په موټرو کې د انرژۍ او د بریښنا د تولید دپاره استفاده کول نه یوازې له تیلو ارزانه تمامیږي بلکې د طبیعت په پاک ساتلو کې هم مرسته کوي.

نورې هیلې او د پرمختګ تمه

کروندګر ګورین وايي، چې په کانتینري ماشین کې د خوشایو له پروسس کېدو وروسته تولیدېدونکی طبیعي ګاز تراکتور ته اچوي او په ماشین کې پاتې مواد په خپلو پټیو کې د سرې یا کوډ په توګه استعمالوي.

دلته کلیک وکړئ: د انلاین ازادۍ ساتنې پر وړاندې ګواښونه

هغه زیاتوي چې دا سره له هغه کیمیاوي کوډ بهتره ده چې له فوسیلي موادو جوړیږي او طبیعت ککړوي.

هغه وايي چې “دا یوازې د داستان پیل دی” او پدې برخه کې د نور پرمختګ هیله لري.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍ د نوي تکنالوژۍ پر مټ هڅه کوي تر څو د بشر لپاره له ککړتیا پاک چاپیریال تضمین کړي او دوی له چاپیريالي ګواښ څخه وساتي. خو له دې سره سره یاد تراکتورونه په میتان ګاز چلېږي چې د چاپیریال د ککړتیا لپاره تر ټولو مضر بلل کېږي او د هوا پېژندنې متخصصین وايي چې د میتان ګاز خپرېدونکو فعالیتونو مخه باید ونیول شي؛ ددې مخه نیول د دولتونو کار دی، دوی باید چاپیریال ساتنې ته ډېره پاملرنه وکړي او ساتنې ته یې ژمن پاتې شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button