ټکنالوجي

سپینه ماڼۍ ويلي د مصنوعي ذکاوت پر وړاندې انسانان خوندي وساتئ

په امریکا متحده ایالاتو کې د تکنالوژي د لویو شرکتونو مشران، پرون د جمعې په ورځ سپینې ماڼۍ ته وربلل شوي وو

له نوموړو شرکتونو غوښتنه شوې چې د مصنوعي ذکاوت (AI-Artificial Intelligence) له ګواښونو خلک وژغوري.

د ګوګل سانډرا پچای، د مایکروسافټ ستیا نادیلا او د اوپن ای آی (OpenAI) سام الټمن ته وویل شول چې د ټولنې خوندیتوب د دوی اخلاقي دنده ده.

سپینې ماڼۍ وايي: دا اړینه ده چې په دې سکتور لا زیات څار وشي

د مصنوعي ذکاوت توکي لکه چت جي پی تي (ChatGPT) او بارد (Bard) چې پدې وروستیو کې د لاسرسي وړ ګرځېدلي د عامو خلکو ډېر پام یې ځان ته اړولی دی.

نور ولولئ: CHATGPT څه شی دی او څنګه کار کوي؟

دا توکي کولی شي په ثانیو کې له ډېرو سرچینو مالومات را ټول کړي او په لنډه بڼه د یوې ښې لیکنې په ډول یې وړاندې کړي.

ان شعر لیکي او داسې ښکاري چې انسان لیکلی وي.

دې محصولاتو په ټولنه کې د مصنوعي ذکاوت په اړه یو نوی بحث رامنځته کړی.

نور ولولئ: د انسان نسل ته سیالي ده؟ CHATGPT

په سپینه ماڼۍ کې ورټول شويو د تکنالوژۍ مسوولینو ته دا هم ویل شوي چې شرکتونه باید د خپلو محصولاتو خوندیتوب ډاډمن کړي.

همدارنګه دوی ته خبرداری ورکړل شوی چې حکومت به د مصنوعي ذکاوت په اړه نوي مقررات جوړ کړي.

د اوپن ای آی (OpenAI) اجرائیوي مشر سام الټمن خبریالانو ته وویل چې د شرکتونو مسولینو د مقرراتو اړوند د هغه څه په اړه چې باید ترسره شي سره یو غږ دي.

نور ولولئ: ايټاليا کې پر مصنوعي ځيرکتيا (OPENAI) بنديز او په هند کې یې پراختیا

د ولسمشر مرستیالې کاملا حارث له غونډې وروسته په یوه بیان کې وویل چې نوې ټیکنالوژي کولی شي خوندیتوب، محرمیت او مدني حقونو ته ګواښ پېښ کړي، که څه هم دا پرمختګ ژوند کې اسانتیا رامنځته کوي.

اغلې حارث زياته کړه: “خصوصي سکتور اخلاقي او قانوني مسوولیت لري چې د خپلو محصولاتو خوندیتوب تضمین کړي.”

سپینې ماڼۍ د مصنوعي ذکاوت او نويو څېړنیزو انستیتونو جوړولو لپاره ۱۴۰ ملیون ډالره ځانګړې کړي دي

له دې مخکې رپوټونو کې راغلي و، ۷۵ کلن جیوفري هېنټون چې د مصنوعي ذکاوت (AI) د پلار په نوم هم یادېږي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته د استولې لیکنې له لارې له ګوګل شرکته د استعفاء اعلان کړی دی.

نور ولولئ: چین مصنوعي ځیرکتیا په وسلو کې کاروي

نوموړي ویلي و چې د مصنوعي ذکاوت د مکالمې باټونو (چټ باټ) ځینې خطرونه خورا وېرونکي دي.

نوموړي زیاته کړې وه چې ” ۷۵ کلن یم، نور نو د تقاعد وخت دی.”

د ژورو زدکړو او عصبي شبکو په اړه د ډاکتر هینټون څېړنو د چټ جي‌پي‌ټي‌ په څېر د مصنوعي ذکاوت د اوسنیو سیستمونو رامنځته کېدو ته لار هواره کړې ده.

نور لولئ: مېټا هم د (چټ جي پي ټي) سیال معرفي کوي

په مصنوعي ذکاوت یا ځیرکتیا کې عصبي شبکې داسې دي لکه د انسانانو ماغزه چې څرنګه مالومات پروسس کوي.

مصنوعي ذکاوت دا وړتیا لري چې د انسانانو په څېر له تجاربو زدکړه وکړي.

همدې ته ډیپ لېرننګ یا ژوره زدکړه وايي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button