سیمه ییز خبرونه

داعش سیمې ته ګواښ دی، ترکیې ۴۱ کسان له داعش سره د همکارۍ په تور نیولي

داعش چې ځان اسلامي ډله بولي، دې وروستیو کې یې د پام وړ ترورستي حملې کړې دي

اوس د ترکیې کورنیو چارو وزارت په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې یې د داعش ډلې ۴۱ کسان نیولي دي. ترکیې له دې وړاندې هم څو څو ځلې د داعش سره د همکارۍ او اړیکو په تور ګڼ کسان نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا چهارشنبه د مې پر لومړۍ په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا کسان د «بزدوغان – ۳۴» عملیاتو په ترڅ کې د دغه هېواد په بولو، اسکي شهیر، استانبول، کریکاله، کیلیس، کوجایلي، نوشهیر، ساکاریا، غازیاتيپ، دوزچه، مانیسا او شانلي اورفا ولایتونو کې نیول شوي دي.

ترکیه ادعا کوي، چې هېڅ اورپکي به ونه زغمي

نوموړي زیاته کړې: «موږ به هېڅ اورپکی ونه زغمو. موږ یوازې یوه موخه لرو او هغه ستاسو په دعا او ملاتړ د ترهګرو له منځه وړل دي.»

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د جمعې په ورځ دسمبر ۲۲ (مرغومي لومړی) وویل، پولیسو د “هیروز ۳۴” په نوم د استانبول په ګډون په ۱۲ښارونو کې هم مهالي عملیات ترسره کړي دي.

نور ولولئ:  سي ای اې: په ایران کې چاودنې افغانستان کې د داعش خراسان کړې

نور ولولئ: طالبان: په ایران کې وروستۍ چاودنې په کلکه غندو

یرلیکایا په ټولنیزو رسنیو کې په یو بیان کې وویل، چې ۴۱ شکمن یوازې په استانبول کې نیول شوي دي.

6

هغه وویل: “مونږ به په کلک عزم سره د ټولو ترهګرو ترنیولو پورې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ادامه ورکوو.”

داعش ترکیې ته جدي ګواښ دی

د داعش اورپکو د ترکیې په خاوره کې یو لړ بریدونه کړي دي. په ۲۰۱۷ کال کې په استانبول کې د نڅا پر یو کلب په برید کې ۳۹ کسان ووژل شول.

د کایا په خبره، دا عملیات د دغه هېواد د امنیتي اطلاعاتو ادارې عمومي ریاست او له ترهګرۍ سره د مبارزې ریاست سره په همغږۍ شوي دي.

هغه یادونه کړې چې د دغو عملیاتو په پاېله کې یې ځواکونو ډېر شمېر بې اسناده وسلې، اسعار او ډيجیټال اسناد هم کشف او نیولي دي.

په وروستیو میاشتو کې ترکیې له داعش سره د لاس لرلو او همکارۍ په تور د یو شمېر کسانو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.

څو ورځې وړاندې هم ترکي پولیسو ۳۸ کسان له داعش ډلې سره د غړیتوب او همکارۍ په تور نیولي و او په همدې ترتیب ویلی شو، چې ترکیې له داعش سره د همکارۍ په تور سلګونه کسان نیولي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button