نړیوال خبرونه

دافغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه

دافغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه. یوشمېر سیمه ییز مملکتونه اوس هم د افغانستان لپاره ځانګړي استازي لري ترڅو د دې هېواد د مهمو مسایلو او بدلونونو په لړه خپل رول ولوبوي، ملګرو ملتونو د خپلو چارو د ښه والي لپاره په یوه اقدام کې د افغان سولې  لپاره خپل ځانګړی استازی ګمارلی.

ښاغلی انتونیو ګوتریش په خپلو تازه خبرو کې ویلي چې فرانسوی ډیپلماڼ ژان ارنولټ يې د افغانستان لپاره د سولې په مسله کې خپل ځانګړی استازی ګمارلی.ویل کیږي ارنولټ، د ګڼو نورو هېوادونو د سولې پروسه کې هم مرسته کړې او په دې برخه کې د کافي تجربې خاوند دی.ښاغلی ګوتریش زیاته کړه چې ژان به په کابل کې د ملګرو ملتونو له مرستندوبه دفتر مشرې دیبورا لاینز سره په ګډه کار کوي او د افغان سولې په پروسه کې به کوششونو ته دوام ورکوي.

ملګرو ملتونو یا (UN) په دې اړه په اعلامیه کې ویلي وړاندې له دې چې د روسیې او ترکیې کنفرانسونه ترسره شي خپل ځانګړی استازی يې مقرر کړ ترڅو د افغان جګړې پای ته رسولو او په دې برخه کې د سیاسي جوړجاړي د رامنځ ته کولو لپاره مرسته وکړي.او افغانان د دې روانو ناخوالو نه وژغوري.

هیله ده چې نن د روسیې په پلازمینه ماسکو کې د افغان سولې لوی کنفرانس جوړشي چې د افغان دولتي پلاوي ترڅنګ طالب پلاوي او د سیمه ییزو هېوادونو استازو ګډون کړی دوی به په دې کنفرانس کې د افغان جګړې د حل په موخه د سیاسي جوړجاړي لپاره حل لارې پیدا کړي.

ملتونه 750x430 1

د ملګرو ملتونو ټینګار پر دې دی چې څنګه ژر تر ژره د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره کوښښ او هڅه ترسره شي په سیمه ییزه کچه اوس دیری هېوادونه په دې تلاش کې دي چې افغان کشالې ته د پای ټکی کښېږدي او نور افغانستان کې جګړه ختمه کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button