نړیوال خبرونه

دامریکا لوی درستیز:امریکا به د دوحې تړون پر بنسټ د اینده پلان جوړوي

دامریکا لوی درستیز:امریکا به د دوحې تړون پر بنسټ د اینده پلان جوړوي د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ سنټکام قوماندان جنرال فرنک مکنزي وایي، د امریکا نوی حکومت په افغانستان کې خپله تګلاره د دوحې د تړون پر بنسټ جوړوي.او دغه تړون به د یو روډ مېپ په څېر استفاده کړي.

ښاغلی مک کنزي چې د منځني ختیځ انسټيټيوټ له لوري راغوښتل شوې ناستې ته یې خپله وینا اورولو پر مهالوویل چې طالبانو په افغانستان کې د جګړې د شدت کچه زیته کړې ده او پر دولتي عسکرو بریدونو او هدفي وژنو ته یې زور ورکړی، چې له امله يې ښايي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه مشکل سره مخ شي.هغه وړاندې زیاته کړه، چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت د طالبانو کړنې او له هغوی سره شوی تړون په غور بیا ځلې ګوري.

او د قطر تړون په پام کې نیولو سره به په افغانستان کې راتلونکي ګامونه ا خلي «زه پوهېږم، چې د امریکا حکومت د دوحې تړون سره مطابق په افغانستان کې راتلونکي ګامونه پورته کوي.د مک کنزي په خبره، د افغانستان په اړه د امریکا نوې پالیسي تر څېړنې او غور لاندې ده او ډېر ژر به په  افغانستان کې نوي ګامونه پورته کړل شي.

ښاغلی مک کنزي له طالبانو سره شوی تړون او د عسکرو ایستل «مشروط» بللي او ټینګار  یې کړی، چې  د روانو کړکېچونو د حل تر ټولو غوره لار داده چې د افغانانو تر منځ سیاسي توافقات رامنځته شي.د نوموړي په خبره افغانستان کې مېشت امریکایي عسکر به له ترهګرۍ سره د مبارزې ماموریت روان وساتي

gen frank mckenzie

او د (NATO) ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ملاتړ او مرستې به ادامه پیدا کړي.د امریکایي جنرال پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس  په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر تر ټولو ټيټي کچې ته را کم شوی.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button