Uncategorized

شکیب الحسن به نن شپه له سویلي افریقا بېرته خپل هېواد ته ستون شي

شکیب الحسن به نن شپه له سویلي افریقا څخه بېرته خپل هېواد ته ستون شي، د نوموړي د ستنېدو لامل د هغه کورنۍ ستونزې ګڼل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د بي سي بي د کرکټ عملیاتي کمیټې مشر جلال یونس د دې خبر د تاییدولو پر مهال ویلي چې نوموړي ته یې د انساني خواخوږۍ په اساس رخصت ورکړی دی.

له دې وړاندې شکیب الحسن د بنګله دیش کرکټ بورډ ته ویلي وو چې له ذهني او فزیکي فشار سره مخ دی او د رخصت غوښتنه یې کړې، خو له سختو نېوکو وروسته هغه بېرته لوبډلې سره یوځای شو.

نور یی ولوله | کندهار کې د اوسپنې د ویلې کولو د یوې فابریکې د جوړولو کار پیل شو

دغه ۳۴ کلن لوبغاړی د ناڅاپه رخصت وروسته د څارونکو له خوا تر نیوکو لاندې راغی، همدا و چې شکیب الحسن اړ شو چې خپله پرېکړه واخلي او سویلي افریقا ته سفر وکړي.

خو اوس ویل کېږي چې د هغه کورنۍ کوم غړی په روغتون کې دی او نوموړی به نن شپه خپل هېواد ته ستون شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button