نړیوال خبرونه

دامریکا ولسمشرۍټاکنې اوافغانستان

نن د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې دي او د ولسمشر ټرمپ او جوبایډن تر منځ ټاکنې تر سره شوې خو اوس سوال دا دی چې ولسمشر به څوک وي ټاکنې به څوک ګټي که هر یو نوی ولسمشر شي نو د هغه به د افغانستان سره تعلقات او پالیسي څنګه وي.او د سولې خبرې به څنګه پر مخ ویسي.

دا هم باید یاده شي چې طالبانو نسبت تر دې چې خبرو ته وخت ورکړي پر افغان ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي او ویلي يې دي چې له افغان ځواکونو سره جنګیږي طالبانو په یوه بیان کې ویلي چې ځکه افغان عسکر وژني چې هغه په افغانستان کې د اسلامي نظام د راتګ خنډ دينړیوال سیاست ته د کتنې په نوم یوې خپرونې  د امریکا د ټاکنو نوي ولسمشر او افغانستان په هکله یوه مقاله لیکلې او ویلي یې دي چې د امریکا نوي ولسمشر ته به د افغانستان په اړه سخت انتخابونه مخ ته وي دې خپرونې ویلي د سولې خبرو له پیل سره ټرمپ په خپله بیړه طالبانو ته مورا ورکړ چې ښايي د جګړې ګټوونکي سي ځکه نو د طالبانو له لوري ترسوله په جګړه تمرکز زیات دی

د راپورونو له مخې د سپنې ماڼۍ نوي حاکم ته دوه سترې ټاکنې مخ ته دي یا به سوله بریا ته رسوي او یابه هم افغانستان ته بیا سرتیري استوي ځکه اوس افغانستان په سخت حالت کې د ژوند سختۍ تیرويطالبانو په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې له افغان ځواکونو سره سختې نښتې وکړې چې پر مهال يې یو شمېر ولسوالۍ او سیمې هم ونیولې خو اوس يې بیرته خوشي کړې

بلخوا بیا طالبانو څو ورځې وړاندې په یو اعلامیه کې ویلي وو، له افغان ځواکونو سره ځکه جنګیږي چې هغوی په هېواد کې د اسلامي نظام جوړیدلو مخنیوی کوي حالله امریکا سره طالبان له هوکړي را وروسته د جګړې ډګر تود ساتلی او تراوسه يې په یو زیات شمېر ولایتونو  کې لا هم نا امنۍ او جګړې روانې کړې

  1. د ولسمشرغني خبرو ته د طالبانو غبرګون

افغانان هیله لري چې دولت او طالبان د سولې له وروستي چانس څخه کار واخلي اوپه افغانستان کې سوله راولي خو تراوسه داسې مالومه نه ده چې بین لافغاني خبرو سرنوشت به څنګه کيږي.اوسمهال دوحه کې افغان مزاکراتي ټيم موجود دی او په تمه دی چې طالبانو سره ژر په جزیاتو باندې خبرې پیل کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button