سپورټ

دا لومړی ځل دی چې هند سوت افریقا د ښځو نړیوال جام کې مخامخ کېږي

اړند خبر:

کرکټ؛ افغان ملي لوبډله به نن له بنګله دېش سره د سریز وروستۍ لوبه کوي

رسنۍ وايي، په لومړي ځل هند او جنوبي افريقا د ښځو نړيوال جام پايلوبه کې مخامخ دي

د هند او جنوبي افریقا تر منځ د ښځينه کرکټ نړيوال جام پايلوبه د هند په ممبۍ کې نن (يکشنبې ۲ نومبر) ترسره کېږي.

دواړو هېوادونو تر اوسه د ښځينه وو نړيوال جام نه دی ګټلی.

که څه هم هند دوه ځله په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۷ کال کې د نړيوال جام پايلوبې ته وتلی، خو د اتلولۍ په ګټلو نه دی بریالی شوی.

جنوبي افریقا لومړی ځل دی چې د نړيوال جام په پايلوبه کې بخت ازمويي.

دا بریا به د هرې لوبډلې لپاره چې پايلوبه کې بريالۍ شي ستره لاسته راوړنه وي او د ښځينه وو د کرکټ په غوړېدو کېبه هم مهم رول ولري.

ګټونکې لوبډلې ته د کرکټ نړيوالې شورا له خوا شاوخوا ۴.۳ ميليونه ډالر ورکول کېږي چې دا به د لږو مالي سرچينو لرونکې جنوبي افریقا لوبډلې سره ډېره مرسته وکړي.

بل پلو د هند لپاره دا ښايي له پيسو پرته د نفوذ، پام او فرصت پراختيا وي.

که هره لوبډله یې وګټي يو نوی ریکارډ به جوړ شوي خو که هند په خپل کور کې بریا ترلاسه کړي دا به ښايي د نړيوال کرکټ د واک توازن د بدلون نښه وي.

له دې وړاندې له انګلنډ او اسټراليا پرته کومې بلې لوبډلې دا اتلولي نه ده ګټلې.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button