نړیوال خبرونه

دجینیوا کنفرانس اود نړیوالومرستې

دافغانستان سره د مرستو لپاره په ژنو کې د نړيوالو مرسته کوونکو هېوادونو کنفرانس جوړیږي، دا کنفرانس به ويډيويي بڼه ولري خو کوربه به ژنو وي، اټکل کېږي په دې کنفرانس کې به هم د افغانستان لپاره مرسته کېدونکې بوديجه کمه شي او هم به د مرستو لپاره شرايط سخت کړی شی چې دې سره به افغانستان لګ مشکلاتو سره مخ کیږي.

ویل کیږي د 70 هېودانو استازي او بېلابېل خيريه سازمانونه په دې غونډه کې برخه واخلي او د افغانستان سره د ميلياردي ډالرو مرستې اعلان وکړي، دا مرستې به د افغانستان د‌ حکومت او طالبانو د استازو د خبرو د پرمختګ تر سيوري هم پرېوزي.په دې غونډه کې د ځينو ګډون کوونکو په خبره چې د افغانستان سره د مرستې لپاره به ددې هېواد په حکومت سخت شرايط وضع شي، په دې شرايطو کې به سياسي شرطونه او د بشري حقوقو شرطونه هم موجود وي.دا په داسې حال کې چې دولت کلونه کېږي د يوه ضعيف اقتصاد سره د نړيوالو په مالي مرستو متکي دی.

نور هېوادونه په دې اند دي چې حکومت نه غواړي د سولې خبرې يوه داسې پايله ولري چې ددوی اقتدار ته پکې زيان وي، له همدې کبله په حکومت اوس فشار تر بل هروخت زيات شوی دی، د طالبانو سره په خبرو کې د نه پرمختګ پړه هم په حکومت اچول کېږي، خو تېره اونۍ کله چې نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو اعلان وکړ چې بدون د سولې په خبرو کې د پرمختګ څخه به خپلې مرستې نوې نه کړي نو افغان حکومت د طالبانو سره په هغه څه باندې فوراً توافق وکړ د څه په سر یې چې دوه مياشتې کېږي له طالبانو سره جنجال او اختلاف درلود.

په 2016 م کال کې نړيوالو مرستندويو هېوادونو د افغانستان سره 15,2 ميليارده ډالر کمک کړی و، دا کمک د دریو کلونو لپاره و، يانې د هر کال لپاره 3,8 میلیارده ډالره، اوس ځينو معتبرو غربي رسنیو د غربي ډيپلوماتانو له قوله خبر ورکړی دی چې کېدی د افغان حکومت سره د نړيوالو مرستې 20 سلنه کمی ومومي.

نړيوال هېوادونه له دې اندیښنه لري چې د حکومت سره ددوی کړل شوې مرستې د فساد ښکار کېږي او دولتي چارواکي په دې فساد کې ترټولو ستر لاس لري، نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو په بار بار د افغان حکومت څخه غوښتي دي چې د مرستو په مصرف کولو کې د شفافيت څخه کار واخلي او د فساد په وړاندې دې په مبارزه کې عملي کار وکړي.بلخوا بیاڅو ورځې مښکې چې د ژنو د کنفرانس د جوړېدو خبرونه ورکړل شول طالبانو په نړیوالو مرستندویه هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو سره مرستې دې ددوی سره په خبرې وشي .

طالبانو د خپلې دې غوښتنې لپاره په استدلال کې ويلي و چې تراوسه چې نړيوالو هېوادونو کومې مرستې د افغانستان د خلکو سره کړې دي نو هغه ټولې څو محدودو کسانو حيف و میل کړې دي او افغانستان د خلکو د ستونزو د هواري لپاره نه دي کارول شوې.طالبانو پخپله اعلامیه کې د نړيوالو هېوادونو څخه غوښتي و چې مرستې دې ددوی سره په همغږۍ وکړي ترڅو دا مرستې واقعاً هغه افغانانو ته ورسېږي کوم چې ېې ضرورت لري دويي وايي چې په دې کې به هیڅ قسمه فساد ونشي او په ځای به ولګي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button