نړیوال خبرونه

دحکومت مزاکراتي ټیم: تر هر څه مښکې باید د جګړې د مشروعیت په اړه بحث وشي

د حکومت مزاکراتي ټیم: تر هر څه مښکې باید د جګړې د مشروعیت په اړه بحث وشي په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو په جریان کې د حکومت مذاکراتي ټيم غړو ټینګار کړی، چې د خبرو تر وړاندې تګ مخکې باید د روانې جګړې د مشروعیت په اړه بحثونه وشي.او مختلفو طرفونو نه ارزیابي شي.

هغه وای باید د دیني احکاماتو پر بنسټ هم وارزول شی.د حکومت د پلاوي غړيغړی «حفیظ منصور» وايي «د جمهوریت مذاکراتي ټيم غړو پرېکړه کړې، چې د خبرو له پرمختګ وړاندې باید د جګړې د مشروعیت په اړه خبرې وشي او جګړه او سوله د دین په بنسټ و ارزول شي.»د منصور له په خبره، تر څو چې پورته یادې شوې خبرې څرګندې شوې نه وي؛ د سولې خبرې پایله نه ورکوي.او نه هم پایداره او دایمي سولې ته رسېدی شو.

د حکومت مزاکراتي ټیم: تر هر څه مښکې باید د جګړې د مشروعیت په اړه بحث وشي
د حکومت مزاکراتي ټیم: تر هر څه مښکې باید د جګړې د مشروعیت په اړه بحث وشي

د طالب ډلې که څه هم تر دې دمه د حکومت مذاکراتي ټيم د پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د حکومت مذاکراتي پلاوی وايي،د خبرو اجنډا او په مذاکراتو کې خپل لومړیتوبونه یې طالبانو ته سپارلي دي او اوس د طالبانو په تمه دي.چې هغوی په دغه خبرو کې څه وایي.او اینده تګلاره به ېې څه وي.

ددوی په خبره، طالبان خپلمنځي بحثونه لري او ښايي د هغوی له لوري د اجنډا د موضوعاتو سپارل به وخت وغواړي.یاده دې وي که څه هم تر دې دمه هغه موضوعات څرګند نه دي، چې په دویم پړاو مذاکراتو کې به ورباندې بحث کېږي؛ خو د کابل مذاکراتي ټيم تر دې وړاندې ټینګار درلود چې تر هر څه وړاندې باید د اوربند په اړه خبرې وشي.

طالبان که څه هم د اوربند په اړه مذاکرات نه ردوي؛ خو ټینګار لري، چې لومړی باید اسان او داسې موضوعات بحث شي، چې مشترکات پکې ډېر وي.ځکه د دويي په خبره چې اول اسان مثایل حل شي نږ د اوربند او اینده نظام او نورو موضوعاتو په اړه به بیا ارام او سکون سره بحث وشي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button