نړیوال خبرونه

دحکومت مزاکراتي ټیم طالبانو ته د ګډ حکومت اونور وړاندیزونه کړي

سرچینه: دحکومت مزاکراتي ټیم طالبانو ته د ګډ حکومت اونور وړاندیزونه کړي قطر پلازمینه دوحه کې یوې سرچینې يو رسنی ته ویلي، چې د افغان حکومت مذاکراتي ټیم طالبانو ته د ګډ حکومت جوړولو په ګډون ۸ وړاندیزونه کړي دي.او نتیجې ته د رسېدو وعده ېې هم ورسره کړې ده

د دغه رسنی په وینا د اوربند، د کلیوالو سیمو ملکي ګرځولو، د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو ته د بشري مرستو رسولو او د ښوونځیو فعالول په هغو اتو وړاندیزونو کې شامل دي چې د کابل مذاکراتي ټیم لخوا د طالبانو مرکچي پلاوي ته سپارل شوي ترڅو راتلونکو خبرو کې د بحث وړ موضوعاتو په توګه شامل او بحث ورباندې وشي.یاده سرچینه زیاتوي، چې د «ګډ» یا «مصلحتي» حکومت جوړول، د اساسي قانون تعدیل، د ښځو د حقونونو او بنسټیزو لاسته راوړنو خوندیتوب او د جګړې د قربانیانو لاسنیوی پاتې هغه موارد دي چې د سولې اصلي خبرو په اجنډا کې شامل کړل شي.

دغه راز دويي ادعا کړې چې په راتلونکو بحثونو کې به د طالبانو لومړیتوب د «ګډ حکومت» رامنځ ته کېدل وي؛ خو طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم د یک تلویزون سره په مرکه کې وویل چې د ګډ حکومت یا موقت حکومت خبره تر اوسه هیڅ یاده شوې نه ده او نه هم بحث باندي شوی دی.

ټاکل شوې ده چې نن د سه شنبې په ورځ د کابل مذاکراتي ټیم د لا زیاتو سلا مشورو لپاره کابل ته راستون شي.د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، چې کابل ته په رارسېدو به یاد ټیم ددې شورا له مشرتابه سره وګوري او ورپسې به د ملي پخلاینې د رهبرۍ کمیټې غونډه دائره شي.

له بل پلوه و لسمشر محمداشرف غني پرون د کابینې په غونډه کې ټینګار وکړ، چې د سولې خبرو دوهم پړاو دې په افغانستان کې ترسره شي.بلخوا بیا د سولې په اړه ولسمشر غني وویل افغانان کولای شي په یوه خیمه کې مذاکرات وکړي، حتی که ژمی هم وي، اوس ددې وخت نه دی چې د خبرو لپاره هم ‎یو لوکس هوټل د شرط په توګه وړاندې شي، بلکې ضروري ده چې مذاکرات د ټولو خلکو په وړاندې ترسره شي، ترڅو خلک پوه شي د سولې مذاکرات څرنګه ترسره کیږي او په کومو موضوعاتو خبرې کیږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button