نړیوال خبرونه

دخپلمنځي خبرودپیل لپاره۵مملکتونه منځګړیتوب کوي

دخپلمنځي خبرو د پیل لپاره ۵ مملکتونه منځګړیتوب کويد شاوخو څو اونیو راپدېخواد افغانستان اسلامي جمهوریت د سوله خبرو لپاره ټيم قطر کې دی تر څو له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کښينې هغوی یوله بل سره د تماس ډلې له وخته ټاکلي

تردې دمه دوی په دې نه دي توانیدلي چې یو له بل سره مخامخ خبروته په عملي توګه کیني او سولې باندې خبرې وکړي.اوس د دې  خبرو د پیل لپاره ۵ هېوادونه منځګړیتوب کوي ترڅو خپلمنځي خبرې پیل شي دافغانستان د ملي روغي جوړي شورا څخه یو شمېر سرچینې وايي چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې د خبرو د بن بنست څخه د وتلو لپاره د قطر هېواد په ګډون پنځه نوروهېوادونه منځګړیتوب کوي د مصالحې شورا د اوس لپاره د سولې خبرې دریدل بولي او د پیل لپاره هیله لري دغه منځګړیتوب به، قطر، جرمني، ناروې، اندونیزیا او ازبکستان هېوادونه وکړي.

تردې دمه د دولت او طالبانو د تماس ټيمونوغونډو پایلې ندي ورکړې د مصالحې شورا دغه سرچینه وايي چې د طالبانو او دولت مرکه چي پلاوی د تماس ډلو غونډې دریدلې خو د دولت مرکه چې پلاوي غړي يې نه مني دولت وايي چې داډول خبرې هيڅ حقیقت نه لري او دا بې بنیاده دي بلخوا بیا دعام ولس هم په دې اړه غبرګونونه راپارولي او وايي چې دواړه لورې باید ژر تر زره په جزیاتو باندې خبرې وکړي ترڅو د عام ولس هیلې د خپو لاندې نشي او باید نورو جزیاتوباندې بحث پیل کړي تر څو اوربند ته لار هواره شي.

تردې دمه افغانستان کې نه هم د سولې څرک مالوم شو او نه هم د خبرو عام افغانان په دې نظر دي چې د سولې لپاره باید په رښتیني ډول سره ګامونه پورته سي او لومړی  باید اوربند وشي خو طالبانو د اوربند کولو غوښتنه رد کړې او ویلي يې دي چې له ټولو طرفونو خپلو فشارونو ته دوام ورکوي ترڅو په حکومتي باندې خپل ځينې خبرې ومني.

دخپلمنځي خبرودپیل لپاره۵مملکتونه منځګړیتوب کوي
دخپلمنځي خبرودپیل لپاره۵مملکتونه منځګړیتوب کوي

په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختو جګړو کې ملکي  خلک سخت و ځپل سول د کندهار له ارغندابه نژدې سل کورنۍ، او له هملند څخه د ۵۰۰۰ کورنیو د بې ځایه کیدلو راپورونه ورکول سول چې دا خلک هلته د بې کورۍ سره سره د خوراکي توکو له نشتوالي او نورو روغتیايي ستونزو سره مخ دي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button