نړیوال خبرونه

دخپلمنځي مزاکراتو ناستې ته د شیخ عبدالحکیم د وینا متن

بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله الذي صدق وعده,  ونصر عبده و اعز جنده , وهزم الأحزاب وحده, والصلاة والسلام على من لانبي بعده, الذي بلغ الرسالة , و أدى الأمانة , ونصح الأمة , و على آله و اصحابه  و من سار على دربه اجمعين.

اما بعد فاعوذ بالله من الشيطان الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم:وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ  إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ )40( الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ ۗ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ (41)

د خپلمنځي مذاکراتو د غونډې ټولو درنو برخوالو !

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته دا یو ښه فرصت دی چې له ډیرو ستونزو او مشكلاتو وروسته مونږ د هیواد د تیر څلویښت کلن بحران د حل په اړه  د تفاهم په فضا کې سره راغونډ او د هغه په اړه خبرې کوو.اسلامي امارت د تفاهم اصل ته په احترام سره متعهد دی چې له بهرني اشغال څخه را ولاړو شویو مشكلاتو ته له نورو  أفغاني جهتونو سره په مشترك تفاهم کې د پای ټکی کیږدي.په دې کې شک نشته چې افغانان د یوه مسلمان ملت په حیث ټول یو  وجود او افغانستان د ټولو مشترک کور دی .کوم مشکلات چې په تیرو څلورو لسیزو کې په دې کور کې د افغانانو ترمنځ راغلي هغه د بهرنیو یرغلګرو د اشغال او نامشروعې مداخلې له وجې دي.

دا سمه ده چې افغانان د یوه کور د غړیو په حیث مختلف فکري، تنظیمي او سیاسي تمایلات لري ،خو هغه څه چې ټول افغانان ورباندې متفق دي هغه د دوي إسلامي هويت دى چې ټول سره په یوه محور را ټولوي.د اشغال تر سیوری لاندې ترویج شوې ځیني نامأنوس مصطلحات هغه بهرني وارادات دي چې نه په اسلامي قاموس کې ځای لري او نه هم د افغانانو ستونزې حل کولا شي.لهذا په دې مذاکراتو کې زمونږ هره خبره باید د مسلمانانو په حیث د خپل هيواد د ستونزې د حل لپاره وي , نه د نورو د خوشاله کولو لپاره.اسلامي امارت متعهد دی چې د اسلام د مقدسو ارشاداتو په رڼاکې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه پر مخ بوزي.

په بین الافغاني مذاکراتو کې ټول اړخونو بايد د يو بل منلو ، زغم او تحمل په روحیه سره را غونډ شو ،په همدې روحیه یو له بل سره تفاهم وکړو او  په همدې روحیه د خپل جګړه ځپلي هیواد د امن او سوکالۍ لپاره لاس په کار شو.دې هدف ته د رسیدو په لاره کې مو باید د سرو او شنو کرښوټاکل او وړاندې کول خنډ نشي،بلکې د مسلمانانو په حیث ټولو ته د اسلامي ارشاداتو تعمیل اساسي نقطه وي کوم چې الله تعالی یې په اړه په قرآن کریم کې داسې فرمايلي:وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ (85)او بل ځای یې ارشاد کړی:يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنكُمْ ۖ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا (59)په بين الافغاني مذاكراتو کې زمونږ ګډون د دې لپاره دی چې په خپلواک افغانستان کې د اسلامي نظام د قیام په اړه په ګډه پرېکړه وکړو.مونږ د هيواد د خپلواکۍ مقدسه مبارزه د جهاد ، شهادت، زخمونو او اسارتونو په بدل کې  تر دې ځايه را ورسوله،

دخپلمنځي مزاکراتو ناستې ته د شیخ عبدالحکیم پر مهال متن
دخپلمنځي مزاکراتو ناستې ته د شیخ عبدالحکیم پر مهال متن

د بین الافغانی مذاکراتو له لارې مونږ په افغانستان کې د يوه داسې افغان شموله اسلامي مرکزي نظام غوښتونکي يو چې سياسي،‌ اقتصادي او ټولنيزه پالېسۍ يې د افغانستان د اسلامي هويت استازيتوب وکړي، داسې يو نظام چې نه نورو ته ګواښ وي او نه د نورو له خوا وګواښل شي.مونږ په دې باور يو چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د دغه ګډ‌ کور اداره کول، ‌ابادول،‌ د اسلامي او ملي ارزښتونو ټينګول، او له استقلال او ځمکنۍ تمامیت څخه يې دفاع كول د دغه کور د هر غړي مسؤوليت دی،او د دغه مسؤوليت د تر سره کولو لپاره د اهليت په چوکاټ کې مساوي فُرصت ته لاسرسی د هر افغان حق دی.زمونږ جهاد او مبارزه د قدرت د تصاحب په غرض نه ؛ بلکې د اسلامي نظام د رامنځ ته کولو لپاره ده,

په اخیر کې ستاسې ټولو برخوالو له توجه څخه مننهوالسلام علیکم ورحمت الله و برکاتهد وینا متن په في ډي ایف بڼه په لاندې لینک کتلای شئ

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button