نړیوال خبرونه

دسړو په پرتله ښځو ته د کرونا پېښې کمې پېښيږي

نړۍ کې د کورونا وېروس په وجه روان وضعیت د ژوند ټولو پر ټولو اړخونو اغېز کړی.عام انسانان په خپله ناسته ولاړه، تګ راتګ او نورو برخو کې بدلون راولي او احتیاط وکړي. نو دې لپاره فکر کول ځکه اړین دی چې د کورونا وېرس له اوسپني نيولی تر پلاستيک او د انسانانو بوټانو پورې نښلي او ناروغي‌ رامنځته کولی شيکورونا ویروس که څه هم نه نژاد پېژني او نه نر او ښځې ته ګوري، خو بیا هم ویل کېږي، چې دغه ویروس د ښځو په پرتله سړو ته زیات زیان رسوي. یوه جرمني څېړونکي په دې اړه دلایل بیان کړي دي.

د دویچه ویله په حواله، په نړۍ کې د کورونا ویروس پېښې مخ پر زیاتېدو دي. په همدې حال کې څېړونکي وايي، چې کورونا ویروس د ښځو په پرتله سړو ته زیات زیان رسوي. يوه جرمني څېړونکي په دې اړه ګڼ دلایل ويلي دي، چې ولې سړي زیات په کورونا اخته کېږي.

تراوسه چې په کورونا ویروس باندې څومره کسان هم اخته شوي دي، یو ګډ ټکی پکې دادی، چې زیاتر ناروغان یې نارینه دي او دغه راز ترې م-ړه شوي کسان هم ډېری نارینه دي.

تراوسه په المان کې دوه په درې برخه نارینه په کورونا اخته شوي دي، په اسپانیا کې ۶۵ سلنه او په چین کې بیا ۶۴ سلنه کسان چې په کورونا ویروس اخته شوي دي، نارینه دي.

د هامبورګ پوهنتون د ایمونولوژۍ انسټیټیوټ سرپرست، پروفیسور مارکوس التفلد له شپیګل وېبپاڼې سره په یوې مرکه کې ويلي دي، چې پر سن او نورو بېلابېلو ناروغیو سربېره جنسیت هم د کورونا ویروس په ناروغانو کې مهم ټکی دی.

چینايي څېړونکي بیا په دې باور دي، چې نارینه تر ښځو زیات دخانیات مصرفوي له همدې امله په نارینه وو کې د کورونا ویروس نښې زیاتې لیدل کېږي او اغېز هم پرې ډېر کوي.

د پروفیسور التفلد په وینا، پر ټولو کسانو دا عملیه نشي عملي کېدای، ځکه چې د ځینو خلکو کړه وړه له نورو سره توپیر لري، هغه دا، چې ځينې خلک سګرټ څکوي، ځينې خلک په بېلابېلو ناروغیو اخته وي، چې د کورونا ویروس یې نور هم وځپي او په پایله کې یاد کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي او یا یې روغتیايي حالت نازک شي.

نوموړی وايي، چې د نارینه وو په پرتله د ښځو بدني ځواک ډېر وي، پر دې سربېره ښځې هغه ډول فزیکي کارونه نه ترسره کوي لکه نارینه یې چې ترسره کوي، دغه او ځينې نور عوامل دي، چې د کورونا ناروغانو په ډله کې د ښځو تعداد کم ثابتوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button