نړیوال خبرونه

دسیاوش د شهادت په اړه د نجیبه فیض څرګندونې

دسیاوش د شهادت په اړه د نجیبه فسض څرکندونې د کابل پوهنتون د شهید شویو محصلینو په مرګ اوښکې وچې شوې نه وې، چې د هېواد یو بل تکړه ځوان، یوه پوهه څټه او د هېواد د ژورنالېزم د وتلې شخصیت شهادت مو ملا ګانې را ماتې کړې.او تل لپاره ېې خپل روح حق ته وسپاره.

موږ به دا نه وایوو، چې دا چا؟ ولې؟ او څنګه؟ ځکه که معلوم هم شي، نه مو حکومت بدل اخیستی شي نه ولس؛ چارواکي خو به په یوې اعلامیې تسلیت ووایي، یو څو مکرجنې اوښکي به هم توی کړي، ولس به مو پر سوشیل مېډیا یو څو د غم او تسلیت پوسټونه او کمېنټونه وکړي خو له څو ورځو وروسته به هر څه عادي شي، لکه هېڅ چې نه وي شوي، چا زوی، چا ورور او یا چا خاوند له لاسه نه وي ورکړی.راځو نن د یما سیاوش د شهادت خبرې ته؛ سیاوش نه زور لرلو او نه زر، یو غریب ځوان وو، ما د یما له ورور بکتاش سره پېژندل او هغه وخت چې ما په ٢٠١٧ کال کې په لمر کې د روژه ماتي خپرونه لرله، یو وخت د دوی کور ته تللې وم، که څه هم دواړه ورونه یو وخت خبریالان وو او په پارلمان کې هم پاتې شوي وو، خو کور یې ډېر غریبانه وو، هغه هم د پلار له وختونو ورته پاتې وو چې پلار یې جوړ کړی وو، نو یو څوک چې دومره موده په پارلمان کې پاتې شي، پارلمان کې یې دنده کړې وي، دومره عادي کور یې وو، ځکه چې دوی حلال رزق ګټلو، غلا، چور او چپاول یې نه و کړی،

بکتاش ما ته دا هم یاده کړه چې دوی خپل معاشونه غریبانانو سره په مرستو ویشي.هغه وخت یما په هند کې وو، دوه کوچنۍ خویندې یې وې، چې فکر کوم یوه یې په اتم صنف کې وه بله په نهم کې، کله چې دوی روژه ماتي کې بولاني راوړله نو خویندو یې وویل چې بولاني د سیاوش ډېره خوښیږي کااش چې اوس هغه هم وی.

نو د دې هېواد یو غریب ځوان چې نه یې د چا په وینو لاسونه سره وو، نه یې کوم ځای وران کړی و، نه یې غلا کړې وه نه یې بل ورور پسې ټوپک را اخیستی و، نن موخه ګرځول کیږي او شهید کیږي.دیما سیاوش مخکې په پوهنتون برید وشو، څومره بې ګناه ځوان کادرونه مو لا لاسه ورکړل، نن سیاوش شهید شو، له دې نورې هم بدې او بدترې راتلی شي، زموږ هېواد کې د وژنو ټوله ملامتیا زموږ خلکو ته هم را ګرځي، یوازې په فیسبوکي پوسټونو او کمېنټونو انقلاب او بدلون نه راځي. او نه ترینه څه جوړیږي.

ولس باید را پورته شي، د خپلو مشرانو نه د زوی او ورور د وینې پوښتنه وکړي، زموږ خو ښه چل زده دی، چې برید وشي، چاودنه وشي، څوک ووژل شي، وایو دا طالبانو کړی! پاکستان کړی یا ایران کړی! هغوی چې وکړو نو دې دومره ښار کې ورته چا ځای ورکړی و؟ دا چا تر دې ځایه داسې د بمونو او باروتو سره سلامت ورسول؟ حکومت، استخبارات او امنیت چېرته دي؟ ولس ولې له دوی پوښتنه نه کوي؟ ولې نه را پورته کیږي، ولې همداسې ویده دی، د دومره ځوانانو په مرګ ولې را وېښ نه شول؟

اوس وخت افغانستان حالات ښه نه دي، امنیت صفر سره ضرب دی، خدای مه کړه که لږه نوره را سخته شوه، د چارواکو یې پرې څه؟ کورنۍ او اولادونه خو یې هسې هم بهر ښه ارام او خوشاله ژوند لري، خو دوی به خپل سر وباسي او دا خاوره به ما او تا ته پاتې وي، بیا که زموږ بچي مري موږ مرو، د حکومت یې پرې څه؟ د نړۍ یې پرې څه؟ نو همدا یې وخت دی، له فیسبوکونو را ووځﺉ، عملاً را پورته شﺉ، تر څو به مرﺉ؟ چا ته په تمه یاستﺉ؟ چارواکي او نړیوال مو دومره له غمه نه دي مړه، دا دومره کلونه چې مو هېواد وال شهیدان شول، چا یې پوښتنه وکړه؟ نو خپله پوښتنه باید خپله وکړﺉ، مه پرېږدﺉ چې نور ووژل شﺉ، موږ افغانان هم د ژوند کولو او بیا له ښه نه د ښه ژوند کولو حق لرو او دا حق به هغه وخت واخیستلی شو چې ورپسې را پورته شو. اوسصرف عمل ته ضرورت دی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button