لوبې خبرونه

دشاهد اپریدی لورد١٩کلو شوه

دشاهد اپریدی لورد١٩کلو شوه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او الراونډر لوبغاړي شاهد اپريدي د خپلې مشرې لور عکسونه نشر کړي او وايي چې مشره لور يې ١٩ کلنه شوه.د شاهد اپريدي د مشرې لور نوم اقصى دى، چې درې ورځې وړاندې يې ١٩مه کليزه ولمانځل شوه.

د اقصی د کليزې په ورځ شاهد اپريدي له خپلې لور سره يو ګډ عکس او د هغې د کېک عکس په ټويټر کې خپاره کړي دي.نوموړي په ټويټ کې ليکلي دي، چې زما تر ټولو عزيزې ته دې د ډېرو دعاګانو او مينې سره ١٩مه کليزه مبارک وي.شاهد اپريدى چې ٥ لوڼې لري، پنځمه لور يې په روان کال کې پېدا شوې ده.شاهد اپريدي په ٢٠٠٠ کال کې د ناديه شاهد سره واده کړى و، چې د ٢٠٠١ کال د دسمبر په ١٥مه نېټه يې لومړۍ لور اقصى پیدا شوې وه.

د ښاغلي اپريدي د لوڼو نومونه اقصى، عنشه، اجوا، اسماره او عروه دي.هغه وخت نا وخت د خپلو لوڼو عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپروي او وايي چې دا پرې د خداى لوى رحمت دى چې دومره لوڼې يې ورکړي دي.او هغه پر دې فخر هم کوي چې لورانې ېې تکړه او با استعداده دي.

دشاهد اپریدی لورد١٩کلنه شوه
دشاهد اپریدی لورد١٩کلنه شوه

هېره دې نه وي چې شاهد اپريدى چې په دې وروستيو کې د لنکا پريمئير ليګ کې د ګال ګليډيټرز لوبډلمشر و، د ٣ پرلپسې ماتو وروسته بېرته په عاجل ډول پاکستان ته ستون شوى و.هغه ويلي و، چې ژر به بېرته سريلانکا ته لاړ شي، خو تر پاى پورې هغه سريلانکا ته لاړ نه.

پاکستان ته له ستنېدو مخکې د کنډي ټسکرز او ګال ګليډيټرز د لوبې پر مهال شاهد اپريدي د نوين الحق سره شخړه هم کړې وه، چې ويډيو يې په ټولنيزو رسنيو کې ډېره لاس په لاس شوه.او اپریدی د خلکو غبرګون سره مخامخ شو خو څه وخت وروسته بیا دغه مسله حل شوه.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button