نړیوال خبرونه

دغربت لاملونه څنګه کولی شو د غربت څخه خلاصون ترلاسه کړو؟

په مخ کې د غربت نښې

وچې شونډې، خوار او ضعیف بدنونه او په مخ د فقر او غربت نښې د هغو فقیرو افغانانو نښې دي چې په ډیر مشکل سره د ژوند کشتئ مخې ته بیايي او په قوت او لایموت سره ژوند کوي.فقر او غربت هغه ناوړه پدیده ده چې د انسان د ژوند ارمانونه په بحر لاهو کوي او سره لدې چې انسان ورځینې د خلاصي تکل کوي خو ډیر په مشکله ترې نجات پیدا کوي.

په افغانستان کې اوس هم تقریبا سم نیمايي خلک د غربت او فقر په ناوړه تاثیراتو کې ګیر دي.دغه افغانان نه د ژوند د معیار سره مناسب خوراک ځان او فامیل ته پیدا کوای شي او نه هم خپلو بچو باندې تعلیم او لوړې زده کړې سرته رسولای شي.فقر یواځې د افغانستان ستونزه نده؛ د نړئ ګڼ شمیر پرمختیایی هیوادونه د همدې ستونزې سره مخ دي.په اصل کې د انسانانو اړتیاوې د هغوی د ضرورتونو په نسبت خورا زیاتې وي نو ځکه په اقتصادي مسایلو کې ګیږي وي.په ګران هیواد افغانستان کې د فقر له کبله ناامنیو، اختطافونو، غلا او قتل کولو ته هم مجبوریږي

د تښتونې او وژنې قضیې

په رسنیو کې چې یې مونږه اورو چې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د اختطاف او قتل قضیې کیږي؛ د اکثرو یې لامل همدا غریبي او بیوزلي وي چې انسان دومره مجبوره کړي چې ان د بل انسان ژوند اخستلو ته مجبور شي.په لنډه توګه ویلای شو چې فقريولعنت دي او د اقتصاد له پلوه فقیر شخص په ټولنه باندې بوج دي ،دفقرپه نتيجه کې دنادارې طبقې دکاراستعداد کميږي دهغوي دصحت معيارخرابيږي ،هغوې دښه خوراک حاصلولوڅخه محروم پاتي کيږي ،هغوي تعليم اومهارت نشي حاصلولي ،دفقرپه وجه خلک داوسيدلولپاره مناسب ځاي ،دڅښلولپاره صحي اوبه ،تعليم اودصحت آسانتياوي لاسته نشي راوړلي دنتيجې په توگه دفقرڅخه دوباره دفقريوه منحوسه دايره عمل پذيره اوسي ځکه چې دفقر په وجه کم خوراک ،ناقص صحت ، ناقص تعليم اومهارت اودوباره کم عايدات اوفقرپيداکيږي ولې دشتمنى څخه ښه خوراک ،ښه صحت ،غوره تعليم اودوباره ښه اوغوره عايدات لاسته راځي نوپدې توگه دفقرڅخه فقراودبډايي څخه بډايي پيداکيږي 

نور یی ولوله | د ټاپي پروژې پرمختګ

نور یی ولوله | قطر کې د اسلامي امارت او امريکايي پلاویو لیده کاته شوي دي

د افغانستان په شمول هر پرمختیای او غریب هیواد د لاندې وړاندیزونو په عملي کولو سره کولای شي چې د فقر د کرښو نه ځان وباسي. کرهنیز ډګر عصري کول: افغانستان کې اکثره خلک په کرهنه کې بوخت دي خو له بده مرغه د زراعت سره تړلي ټولې برخې لکه ماهي ګیري، تخمونه کرل لکه غنم جوار، د شهدو د مچیو روزل، د چرګانو د روزنې برخه او نور ټول بیخي په ابتدایي توګه روان دي او د عصریتوب لپاره یې هیڅ کار ندی شوی.پکار ده چې د زراعتي محصولاتو د زیاتوالی لپاره د تولید د نوو طریقو وسایل او تریننګونه دهقانانو ته ورکړل شيو همدا شان که وګورو د ننګرهار په شمول نیمروز، جوزجان او ګڼ شمیر نورو ولایتو کې په زرګونه جریبه ځمکې بغیر د کروندې پاتې دي.

عصري او د کرنې فورمول

پکار ده چې دغه ځمکې د دولت لخوا خلکو ته د کر لپاره ورکړل شي تر څو د زراعتي محصولاتو له کبله هیوادوال بل هیواد ته اړمن پاتې نشي او خودکفایي نه برخمن شي.که د افغانستان ټولو دشتو باندې د کروندې د عصریتوب او کروندې فرمول تطبیق شي نو د هیواد د نفوسو ټول قشر د همدې پلوه خودکفا کیږي او د فقر د کمښت باعث ګرځي.

په لمړنیو ضروري توکه باندې دمالیې کمه سلنه لګول: دا کار تقریبا شوی هم دی.افغان حکومت په خوراکي توکو باندې محصول تقریبا معاف کړی دی او که کوم محصول وجود هم ولري نو د نشت برابر به وي.که چرته په خوراکي توکو مالیه اضافه کیږي نو طبعي خبره ده چې بوج به یې په غریبه طبقه باندې زیات راځي

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button