نړیوال خبرونه

د ماشومانو نړیواله ورځ

ماشومان په سړکونو کار کوي

د ماشومانو نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، د پلازمېنې په واټونو کې یو شمېر کارګر ماشومان له اسـلامي امـارته غوښتنه کوي چې دوی ته د زده‌کړو زمینه برابره او ستونزې یې هوارې کړي. 

ډېری دغه ماشومان د بې‌وزلۍ له امله له زده‌کړو بې‌برخې دي. فاطمه له زده‌کړو سربېره خپلې کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د پلازمینې په سړکونو کې ماسک خرڅوي. دغه ۸ کلنه نجلۍ وايي، پلار او ورور نه‌لري او له خپلې یوې خور سره د خپلې کورنۍ مسوولیت لري. کاګره ماشومه فاطمه وايي: «څومره پیسې چې ګټم، مور ته مې ورکوم چې موږ ته ډوډۍ راوړي.

افغانستان

په افغانستان کې یو زیات شمېر ماشومان د فقر له امله له زده کړو پاتې دي. دغه ماشومان له اسلامي امارته غواړي چې دوی ته د زده کړو زمینه برابره کړي. کارګر ماشوم ارش زیاتوي: «له موږ سره دې مرسته وکړي چې نور پر سرکونو و نه ګرځم او درسونه مې پای ته ورسوم. یو بل کارګر صفت‌الله ماشوم وايي: «کاروبار هم نه‌شته، زموږ اقتصادي وضعیت هم ښه نه‌دی، په همدې خاطر مې ښوونځی پرې ایښی، باید ښوونځي ووایم

نور یی ولوله | د پاکستان استازی: د کابل او اسلام‌اباد تر منځ به روغتیايي همکارۍ پیاوړې شي

نور یی ولوله | یو شمېر هېوادوال د برښنايي تذکرې لګښت زیاتېدو ته اندېښمن دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت

له بل لوري د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د کارګرو ماشومانو د زده‌کړو لپاره د زمینې برابرولو په موخه یې له یو شمېر کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره خبرې کړې دي. د دې وزارت د څېړنې او کار حقونو رییس بشیر احمد راسخ زیاتوي: «پرېکړه‌لیکونه مو لاسلیک کړي چې په مرسته یې موږ هڅه کوو چې دوی ته جلا ټولګي او د زده‌کړو زمینه برابره کړو

د ویلو ده چې لا هم په افغانستان کې یو زیات شمېر ماشومان پر درنو کارونو بوخت او د فقر له امله له زده کړو او بنسټیزو حقونو لرې پاتې دي. د نومبر ۲۰مه ماشومانو نړیواله ورځ ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، ماشومان تر ټولو ستره هیله ده او د دوی د ښې راتلونکې لپاره باید هڅې وشي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button