سیمه ییز خبرونه

دفاع وزارت: داعش په پاکستان کې زموږ پرضد روزل کېږي

د طالبانو تر واک لاندې دفاع وزارت وايي، داعش د پاکستان لخوا افغانستان ته راځي او دلته بریدونه کوي

هاخوا د پاکستان د پوځ ویاند بیا ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ قرباني دی او ترهګر په افغان خاوره کې دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د پاکستان د پوځ د ویاند تازه څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته داعش را اوړي او د دوی پر ضد کارول کیږي، چې باید پاکستان یې ځواب ورکړي.

تازه د پاکستان د پوځ ویاند په راولپنډۍ کې د خبري غونډې پر مهال وویل، چې په سیمه کې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مهم کردار ادا کوي.

ټي ټي پي په افغان خاوره کې

د پاکستان د پوځ ویاند وویل، چې ټي ټي پي د افغان خاورې په کارولو سره د دوی پر ضد فعاليت کوي او پاکستان په هره کچه له طالبانو سره مرسته کړې؛ خو د افغانستان موقت حکومت (طالبان) لا هم پر ژمنو عمل نه دی کړی او شواهد ښيي، چې ټي ټي پي د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.

gnaipmmxeaa62yb

بل خوا د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعاوې بې مسوولیته او له حقیقت څخه لرې دي.

نور ولولئ: پر افغان خاوره د پاکستان برید او د طالبانو چټګ غبرګون

نور ولولئ: تحریک طالبان پاکستان په فبرورۍ کې ۱۷۲ پاکستاني پوځیان او پولیس وژلي

د پاکستان د پوځ ویاند د داسو د پېښې اصلي عاملین افغانان ګڼلي وو؛ خو خوارزمي وايي، چې د خیبر پښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان د پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چینايي اتباعو وژل کېدل د پاکستاني امنیتي ارګانونو کمزوري او یا هم له حمله کونکو سره همکاري په ډاګه کوي، چې په دواړو صورتونو کې یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته متوجې دی.

پاکستان کې د داعش موجودیت په اړه موجود اسناد

نوموړی وايي، چې دوی له خپلې خوا د چین هېواد ته په دې مورد ډاډ ورکړی او هغوی هم په حقیقت پوه شوي دي، چې دوی په داسې موضوعاتو کې ښکیل نه دي.

خوارزمي زیاته کړې: “موږ د داعش خوارجو ګڼ موارد لرو، چي د پاکستان له خاورې څخه افغانستان ته را اوښتي، د هغوی خاوره زموږ پر ضد کارول شوې او پېښې له هغه هېواد څخه تنظیمیږي، چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي.”

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان د پاکستان ثبات او امنیت د افغانستان او سیمي په ګټه بولو او د افغانستان او پاکستان د ولسونو په ورورۍ او ښو اړیکو باور لري.

د یادونې وړ ده چې د ټي ټي پي پر سر د اسلام اباد او طالبانو تر منځ څو ځلې ناندرۍ جوړې شوي دي، خو طالبان هر وخت د پاکستان دغه ادعا رد کړي ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button