افغانستان

دفاع وزارت: کابل کې یو شمېر وسلې کشف شوي دي

اړوند مطالب:

سي ای اې وايي، روسیه د ایران په همکارۍ د ډرون الوتکو کارخانه جوړوي‌

ایران د حزر سمندرګي قطعې ته د دیلمان په نوم نوي بېړۍ ورزیاته کړه

د ایران پرمختللي وسلې د روسیې پوځي نندارتون کې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي دفاع وزارت وايي چې په کابل کې یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د وسلو او مهماتو یوه زیرمه موندلې ده.

د دغه وزارت په وینا دا عملیات د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د څارنې او استخباراتو پرسونل له خوا شوي دي.

د وزارت د اخبرپاڼې له مخې، په عملیاتو کې، چې د کابل په ۲۱مه ناحیه او د سروبي ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې ترسره شوي وو، دوه مشکوک کسان نیول شوي دي.

په نیول شویو وسلو او مهماتو کې پنځه کلاشنکوفونه، شپږ تومانچې او یو امریکايي توغندی شامل دي، چې ورسره ګڼ شمېر شاجورونه هم دي.

وزارت زیاتوي چې له نیول شویو کسانو څخه پوښتنې- ګروېږنې روانې دي او تمه ده چې ډېر ژر اړوندو چارواکو ته وسپارل شي.

خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې دا وسلې او مهمات د کوم وخت دي او یا په کومې ډلې پورې اړوند وو.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button