نړیوال خبرونه

دمسجد نبوي د پرانيستلو اجازه ورکړل شوه

دعربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزيز اجازه ورکړه، چې له تېرو دوه مياشتورا پدېخوا د کرونا ناروغۍ له امله مسجد نبوي بند وو اوسمهال دغه مسجد يو ځل بيا د عامو خلکو لپاره پرانيستل شي.عامو خلکو ته پکې د لمونځ اجاره وکړل شوه اوس عام وګړي کولۍ شي چې مسجد نبوي ته داخل شي او عبادتونه وکړي.

د سعودي رسنيو د راپورونو په وېنا، د مۍ له ٣١مې نېټې څخه به نبوي جومات پرانيستل شي او عام خلک به وکولاى شي چې د لمانځه لپاره ورشي. د نبوي جومات د يو ځل بيا پرانيستلو اجازه پاچا سلمان بن عبدالعزيز ورکړې ده. سعودي چارواکو رسنيو ته ويلي دي، چې د احتياطي تدابيرو په عملي کولو سره دوى اجازه ورکړې ده چې نبوي جومات د عامو خلکو لپاره پرانيستل شي تر څو لمانځه ته ورشي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې نبوي جومات ته به په لومړي سر کې ٤٠ سلنه لمونځ کوونکي ورپرېښودل شي. د يادولو وړ ده چې د کورونا ويروس د مخنيوي په پار سعودي عربستان په ټول هېواد کې ګرځبندېز اعلن کړى و، چې د نورو چارو تر څنګ يې مسجد نبوي، مسجد الحرام په ګډون د هېواد ټول جوماتونه د لمونځ کوونکو پر وړاندې تړلي و او خلکو ته يې ويلي و چې په کورونو کې دې لمونځونه وکړي.

اوس تازه د سعودي عربستان حکومت اعلان کړى دى چې د ٣١مې مۍ څخه به په ګرځبندېز کې نرمښت راولي، چې له دې سره به دفترونه پرانيستل شي او همدا راز په هېواد کې ٩٠ زره جوماتونه به د ضد عفوني کولو وروسته پرانيستل شي.

دمسجد نبوي د پرانيستلو اجازه  ورکړل شوه

همدا راز د مذهبي چارو وزارت بيا له سپين ږيرو، ناروغو او ١٥ کلنو څخه کم عمره کسانو څخه غوښتنه کړې ده چې په کورونو کې دې لمونځونه کوي او جوماتونو ته دې نه ځي.

د یادونې وړ ده چې د کرونا ویروس له امله په نړۍ کې ټول عبادت خانې تړلې وې خو اوسمهال د نړۍ په بازې اسلامي ملکونو کې جوماتونه پرانیستل او خلکو ته د جمې لمونځ ترڅنګ د عامو وختونو د لمونځونو اجازه ورکړې ده خلک کولۍ شي چې جوماتونوکې لمونځونه او عبادتونه وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button