نړیوال خبرونه

دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د اسراییلو برید ته د تهران غبرګون

د ایران مذهبي مشر او نور چارواکي وايي، ایران به ددغه برید غچ هرو مرو اخلي

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي پرون سې شنبې وویل چې اسراییل به په دمشق کې د ایران د قونسلګرۍ پر ودانۍ په کړي برید پښېمانه شي.

په دغه برید کې چې د دوشنبې په ورځ وشو، د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو جنرال محمد رضا ذاهدي او ۶ تنه نور چې ګومان کیږي د دې ځواک غړي و، ووژل شول.

د ایران پر هدفونو کې د اسرائیلو بریدونه

اسراییل که څه هم له کله چې له حماس ډلې سره جګړه پیل کړې، له ایران سره پرتړلو هدفونو د هوایي بریدونو لړۍ تېزه کړې، خو د وروستي برید په اړه یې نه دي ویلي چې هغه دوی کړی دی.

حماس چې د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او د اوکتوبرله میاشتې راهیسې له اسراییل سره په جګړه کې ښکېله ده، تهران یې کلک ملاتړی دی.

نور ولولئ: سوریه کې د اسرائیلو هوايي بریدونه؛ دغه بریدونو کې ۴۰ کسان وژل شوي

نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ حماس د جګړې تر پای ته نه رسېدو پورې د یرغمل شوو کسانو د نه خوشي کېدو ګواښ کړی

د دوشنبې د ورځې برید چې په دمشق کې د ایران د قونسلګرۍ اصلي ودانۍ ته نژدې پریوې ودانۍ وشو، اندېښنې زیاتې کړي چې ښایي له غزې د جګړې لمنه نورې سیمې ته وغځیږي.

اسرائیلي ځواکونه د «ناصر» په نوم روغتون ته ور ننوتلي دي

د اسرائیلو له لوري توغول شوي توغندي

د راپورله مخې، د اسراییل پوځي سرچینو ویلي چې د اسراییل توغندي د اشغال شوي جولان له لوړو توغول شوي و او یو شمېر یې د سوریې د هوایي مدافعې ځواکونو له خوا شنډ کړای شوي خو نور پرهدف لګیدلي دي.

ویل شوي چې په دغه برید کې په نښه شوې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې او دننه ټول کسان یې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

خو ایران ویلي چې قونسلګرۍ ته پرنژدې ودانۍ د ایف ۳۵ جت الوتکو له خوا توغول شوي ۶ توغندي لګیدلي دي.

اسراییل معمولاً د خپلې پالېسۍ له مخې د دغه برید په اړه تبصره نه ده کړې، خو رویترز خبري آژانس ته د اسراییل د حکومت یوه جګپوړي چارواکي د خپل هویټ د پټ ساتلو په شرط ویلي چې هغوی چې په دغه برید کې په نښه شوي وو، پراسراییل او د امریکا پرګټو د ډیرو حملو ترشاه یې لاس درلود او غوښتل چې نورې حملې تنظیم کړي.

د یادونې وړ ده چې د اسرائیلو وروستي بریدونه ښیي چې ایران هم نېغې جګړې ته راکاږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button