نړیوال خبرونه

دنوي کال په مناسبت د ولسمشر غني پیغام

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي لمریز کال پیغام کې وايي، افغانان اوس له بل هر وخت سولې ته هیله من دي او باید دې برخه کې له بل هر وخت خپل منځي یووالي او پیوستون ته پام وشي. نوموړي نوی کال د پيوستون او اصلاحاتو کال وباله او ټينګار یې وکړ چې د سولې او کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره باید ټول سیاستوال سره يو موټی شي.

“سوله له موږ څخه زموږ د ټولو همغږي او همکاري غواړي او ریوښتونې سولې ته د رسېدو لپاره لازمه ده چې د اصلاحاتو برخه کې لا جدي اوسي د ولسمشر دا څرګندونې په داسې مهال دي چې تېره میاشت د افغان طالبانو او امریکا د سولې هوکړه کې د افغانانو پر خپلمنځي خبرو هم هوکړه شوې ده “.

ولسمشر غني د مارچ پر ۹ د لوړې مراسمو کې وویل، د دې خبرو لپاره به پلاوی ژر اعلان او هم د پنځو زرو طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان صادر کړي. خو لا هم نه دا پلاوی اعلان شوی او نه د بندیانو خوشي کولو برخه کې پرمختګ شوی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چارشنبې په ورځ وویل، د دې وخت را رسېدلی دی چې افغان حکومت او طالبان د یو بل د بندیانو د خوشي کولو چاره پیل کړي.

د نوموړي په خبره، امریکا غواړي له طالبانو سره د خپلې هوکړې له مخې د بندیانو د خوشي کولو چاره ژر تر ژره پیل شي.

” ولسمشر غني خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د جګړې په څېر فساد هم د افغانستان دوښمن

د اصلاحاتو لپاره ضروري ده چې یو بل ته لاس ور کړو یو بل ته زړونه نږدې کړو، په پرون کې ایسار نه شو او د روښانه سبا لپاره ګډ ګامونه واخلو”.

د هغه په خبره، ښه حکومتولي نه پیسې غواړي او نه بودیجه بلکې همکاري او همغږي غواړي.

افغانستان کې هر کال د نوي لمریز کال د لمانځلو لپاره په ارګ او ولایتونو کې مراسم جوړېږي.

خو د کورونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره سږ کال په افغانستان کې رسمي مراسم نه دي جوړ شوي او په مزار شریف کې حضرت علي ته منسوبې روضې جنډه د شپې پورته کړل شوې ده.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button