نړیوال خبرونه

دوحه کې د امریکا او طالب استازو لیدل کتل شوي

دوحه کې د امریکا او طالب استازو لیدل کتل شوي دي. قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، ددې دفتر مشر او د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر  اخند د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سره لیدل کتل شوي دي.

دوی په دې لیدنه کې د دوحې توافقنامې پر عملي کېدو او پر ټاکلې نېټه د بهرنیو ځواکونو په وتلو یې ټینګار کړی.د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ښاغلی ډاکټر محمد نعیم پر خپل ټویټر لیکلي، چې دغه ناسته تېره شپه شوې او  په مهال یې دواړو لورو د دوحې توافقنامې د ټولو مادو پر عملي کېدو او یادې  توافقنامې ته په ژمن پاتې کېدو خبرې وکړې او تر څنګ یې پر ټاکلې نېټه د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار هم وشو؛ ځکه د نعیم په خبره همدا د مملکت د ستونزو د هواري په لور اساسي ګام دی.

د ښاغلی نعیم په خبره، په دې لیدنه کې د پاتې طالب بندیانو د خلاصون او له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو په ایستلو هم بحث وشو.دغه لیدنه داسې مهال ده، چې د دوحې توافقنامې په اساس له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه رالنډه شوې.

img 20210331 135457

که څه هم د یاد توافق پر بنسټ ټول بهرني عسکر باید د می میاشتې تر پيلېدو له افغانستانه ووځي؛ خو امریکايي لوری وايي، په ياده نېټه وتل ستونزمن دي، خو امریکایي عسکر به اوږده موده په افغانستان کې پاتې نشي.

ورته وخت طالبانو بیا ګواښ کړی، که امریکایي او ناټو عسکر په ټاکلي وخت افغانستان پرېنږدي، په وړاندې به یې تونده جګړه پيل شي، چې ددوی له قوله، د ناوړه پایلو مسئولیت به یې د امریکا په غاړه وي.دوی وای اوس وخت د دې رارسېدلی چې عمل او اجراات وشي

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button